دالوتکودلارښود،عصری دستګادکیښودوپروژه هرات هوایی ډګرکی بشپړه دافغانستان دترانسپورت وزیرحمیدالله بتاش په لاس دپټی په پریکولوګټی اخیستنی ته پریښول شوه.دغه عصری اوپرمختللی وسیله چه دماومرینوپه وینادالمان هیوادڅخه راوړل شوی ده ملکی هوایی ډګرکی دالوتکودناستی اوپرواز،مخابراتی اړیکودټینګښت،اوهرډول هواکی طیاروته دناستی دلارښودوړتیالری.دهرات هوایی ډګرکی دملکی څانګی آمرمحمداعظم اعظمی په دغوخبروسربیر ه وویل تیرمهال یی هواکی دطیارولارښودکی داړیکود ټینګښت مشکلات لرل خودنوی دستګاپه نصبولوسر ه تر۳۰۰کلومترلری سیمه کی مخابراتی اړیکی ټینګولی شی.ددستګالپاره کارکونکوپه المان کی ۶میاشتنی مسلکی زده کړی ترلاسه کړی دی خودیادولووړده چه ددستګاقیمت هغه هیوادته افغان حکومت بودجی څخه مامورین وایی اجرآشوی دی.دهرات والی احمدیوسف نوریستانی دبیارغونی په لړکی دایوګټورګام وباله زیاته یی کړه.دخبروپه دوام یی هوایی ډګر کی دطیارودځاغستی دکرښی یا(رنوی) د۵۰۵متره داوږدیدو دپروژی دپیل هم وویل کوم چه دده ویناپه جوړښت سره به یی دغه ډګردباروړونکوطیارودناستی په وړتیاسربیره دغرب زون حاجیان له هر ات څخه سعودی عربستان ته روان کال کی دلومړی ځل لپاره مخامخ لیږدیدوزمینه برابره شی.داچه تیرمهال دهرات هوایی ډګردلویوطیارودناستی اوپرواز وړتیانلرله حاجیان اونورهغه مسافربه چه بهرملکونوته په سفرتله له هرات څخه کابل، یاکندهار هوایی ډګرته لیږدیدل.دمامورینو ویناده چه دنوی کرښی کاربه ۲میاشتوکی بشپړاودځاغستی کرښه به هرات هوایی ډګرکی ۳کلومتره ته اوږده شی.داړونده چارو یوه کارپوه نقیب الله آروین هم داسیسټم غوره وباله عقیده یی لرله چه تردی وروسته به هغه ستونزی هواری شی چه تیر مهال دغلته مسافردسفرپه مهال ورسره مخ وه« دهوایی ډګرلپاره داسی پر مختللی تجهیزات آړین وه.په ځانګړی ډول دطیارودلارښود، اوکنترول لپاره،تیرمهال دهرات هایی ډګرکی دلږهوادخرابی په مهال دالوتکودناستی امکانات نوه موجود مسافروته ډیرځله ستونزی راولاړی شویدی. ځینی موار دوکی خوبیرته الوتکی هغه هوایی ډګر ته ستنی شوی چه پراوزیی تری کړی وه. تر کومه ځایه چه زه پوهیږم نوی سیسټم په نړیواله معیارونوبرابر،نوربه مودموسافروهغه اندیښنه نوی چه دالوتکی دسفرپه مهال ورته پیداکیدی»دهر ات هوایی ډګرڅخه اوس اوس دهیوادبیلابیلوولایاتوته دهواله لاری دمسافرودلیږد اسانتیاچمتوشوی چه دمامورینوپه وینا دورځی په اوسط توګه ۳۰پر ازه تری آجرآکیږی د۱۳۸۸هج لمریزکال په اوږدوکی ۱۹۵۲ الوتنی تری شوی چه له دغه درکه مامورین وایی ۱۴ملیونه افغانی خالص عواید ددولت خزانی ته لویدلی.
+ لیکل شوی په پنجشنبه دوازدهم فروردین ۱۳۸۹ساعت 17:55  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|