هرات:ادرسکن ولسوالی کی مین ۵تنه ملکیان مړه ۲ټپیان کړه.
دساحوی پولیسوقوماندانی ویاندوویل ټپیان یی ددرملنی لپاره دشندندروغتون ته ولیږدول.دغه دولتی مامور دپیښی ترشاه دوسله واله طالبانودسړیولاس وباله مګرددغه راپور تربشپړیدودطالبانوکوم ویاندازادی راډیوته څرګندونی ندی کړی.ددوشنبی په ور ځ په داسی مهال ادر سکن ولسوالی کی دمین په وجه دملکی خلکودوژنی حال ور کړشوچه دوه ور ځی دمخه دهرات ښارلودیزانجیل ولسوالی جبریل کلی کی هم ۸تنه ماشومان په یوه مین دلوبوپه مهال ټپیان شوه.کوم چه پنځه تنه یی اوس هم دهرات حوزوی روغتون کی بستر،دری تنه یی تردرملنی وروسته مامورین وایی رخصت کړی شوه.دانجیل ولسوالی مین دتیرمهال جګړوپاته شونی یادکړی شو.بایدووایم چه دافغانستان دنوروولایاتوترڅنګ هرات کی هم ګڼه مین پاکی موسیسودمین پاکولوچاری ترسر ه کړی خولاهم نه یواځی داچه ګڼه سیموکی دمین، اوناچاودیدلومهماتوخطرشته بلکی دعینی شاهدانوپه ویناجګړ ه ښکیل کسانوپه لاس ځینی سمیوکی تازه هم دمین دخښولوراپورونه شته سیمه ایزه خلک نړیواله ټولنی څخه غواړی څوپه جګړه ماروډلودمین نه خښولوفشارواچوی.ځکه ددوی په اندقربانیان یی ترنظامی کسانوزیات ملکی وګړی وی.