«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

بادغیس:طالبانودملکی خلکودمیشت ځایونه داحتمالی بریدله ویری مین کاری کړه.

د بادغیس بالامرغاب ولسوالی کی طالبانوسیمه ایزه خلکوته سیمه کی مین دفرشولوحال ورکړه دوی ته یی اړونده سیموکی داحتیات ویلی مګرددولت اونړیواله ځواکونودافشاپه صورت کی دمر ګ تهدیدور ته کړی داخبری دګڼه نوروسیمه ایزه خلکو ترخواه یوه قومی مشرازادی راډیوته په ټلفون سره وکړی دامنیتی ملحوظاتوله کبله یی دنوم اوغږله خپرولوډډه وکړه مګر زیاته یی کړه دکوردتلو راتلوپه لارکی یی نږدی پل مین کاری کړددی تر څنګ چه دی به خپل ځان له مینه خوند ی کړی مګردماشومانوژوندته اندیښنی اخیستی دی.سیمه ایزه خلک وایی ټول لښیتی، لاری اوکلی یی په مین سره پوښلی چه دبیلګی په ډول یی مارچاق،اسحاقزو،میرانزو،منګان تنګی، په عمومی سړک یی له قلعه نواواولسوالی سره لاری طالبانوورته دخطرسیمی نښه کړی دی.ددغی سیمی خلک دمینونوشمیرډیریادوی خپله سیمه یی دهلمندمارجی سره پرتله کړه ویویل خو راکی توکی یی دخلاسیدوپه مهال کی دی اوددواډاکټر لپاره یی هم لاس رسی ستونزمن شو.غرب زون کی دساحوی پولیسوقوماندانی ویاندسمونوال عبدالروف احمدی دکشفی راپورونوپه اساس دستونزی تائیدوکړه زیاته یی کړه دملکی وګړوژغورنه ددولت مسؤولیت دی دوی به یی مرستی ته ورودانګی«تاسوخپله پوهیږی چه دښمن په بیلابیلوطریقودخپلواهدافولپاره ملکی وګړی سپرنیسی .زمونږپولیس اونړیواله ټولنه په دغه ستونزه ژور فکرکوی دهمداډول مینونوپه وجه دری ور ځی وړاندی زمونږ۱۰هیوادوال بادغیس کی ووژل شو»احمدی وویل دولت دداډول پیښود مخنیوی لپاره سمدستی لاس په کارشوسیمه کی دملاالله ګل په نوم یومخالف قوماندان وواژه اودده په لاس پنځه حلقی مینونه یی سړک په غاړه کشف اوخنساشوه .خوترکوم ځایه چه دبالامرغاب دتازه پیښی خبرشوه احمدی وویل په جریان یی حکومت خبرده.بالامرغاب دبادغیس یوه ګڼ میشته سیمه ده .چه له تیر وشپږکلونوراهیسی ولسی وګړی دجګړی مینځ  راګیر   مرکزی اداری اووسله واله طالبانوڅخه په ملکی وګړودتر حم ناری وهی .دولت هلته درسیدووایی پوښتنه داده چه سیمه ایزخلک په ځای حکومت څومر باوری دی  دیوه قومی مشرڅخه اورو.بالامرغاب کی دولت اوسیمه ایزه خلک ملکی سیموکی دمینونودکرلوپړه په طالبانواچوی خودیادولووړده چه طالبانوکوم ویاندلاددغی پیښی تائیدازادی راډیوته نده کړی.بایدوویم ووایم چه دهمدغه راپوردلیکلوپه مهال دملاتور جان په نوم دطالبانویوه سیمه ایزه ق وماندان په ټلفون سره وویل چه دمین خښولوکاردده سړیوکړی لویه موخه یی داده چه نور سیمه ایزه خلک دولت مر بوطاتوسیموسره اړیکی بندی کړی له هغه می دخلکودستونزی وپوښتل زیاته یی کړه ټول خلک غله لری.خوپه داچه نورپرته غلی نورورځنی اړیوموادبه له کومه په لاس راوړی ملاجواب ونه وایه زیاته یی کړه خدای مهربان ده.مګردولتی چارواکی ډیرژرددغی سیمی دژغور نی وایی داچه په کومه طریقه؟ وخت به یی ځواب ووایی.

+ لیکل شوی په  پنجشنبه بیستم اسفند ۱۳۸۸ساعت 11:50  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |