«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

هرات :دکورنی تولیداتوپیروپلورزیات شوی ده.

دهرات والی احمدیوسف نوریستانی وایی دامهال یی په ښارکی ګڼه خو راکی اونوربیلابیل توکی تولیدیږی خلکوته ښایی چه دکورنیوتولیداتوپه استعمال سره له یوی خواباکیفته موادترلاسه کړی اوله بل پلوه دهیواداقتصاد سر ه کومک وکړی. نقیب الله اروین دهرات دوالی ویاندوویل دامهال دهرات صنعتی ښارګوټی کی دښار یانوور ځنی اړین توکی تولیدیږی «خلکوته ښایی خپلوملی تولیداتوڅخه استفاده وکړی ځکه دامواددبهرنیوهغوپه پرتله ښه کیفت لرونکی اوپه استعمال سره یی ملی اقتصادتقویه کیدی شی»دهر ات ښارصنعتی ګوټی کی دولتی مامورین د۲۵۰بیلابیلوصنعتی فابریکوپه شتون سره وایی بیلابیل خوراکی موادلکه ربع،بسکت ،غوړی اونورساختمانی موادتولیدپکی شته تر۲۰زره تنه پوری افغانان په کارپکی بوخت دی  ۴۰په سلوکی کارکونکی یی میرمنی دی.محمدناصرپه دغه صنعتی ښا رګوټی کی دهری په نوم خوراکی موادوشرکت لری زیاته یی کړه  وطن کی یی دپریمانه خاموموادوپه شتون سر ه باکیفیته توکی جوړیږی«داچه دوطنی تولیداتوکیفیت په بهرنیوهغولوړده اوس موهیوادوال هم پوهیدلی اوهمدغه موادکاری وی»هرات ولایت ته له ایران څخه په قچاق اوښکاره ډول ځینی موادراځی چه تل یی افغانی سوداګرله ټیت کیفت څخه په شکایت دولت څخه دمخنیوی هیله لری ځکه داموادپه ښارکی په ټیټ قیمت موندلوسره افغانی تولیداتوبازارخرابوی.داچه خلک  په ریښتیاسره کوم ډول موادکاروی  په هرات ښارکی دیوه دکاندارله خولی اورو«هټیوال احمدشاامیری وایی بهرنی تولیدات دکم تاریخ له کبله بازارکی ژروخت لاسه ورکوی دخرابیدوامکان یی شته ځکه نواوس هتټوال هم دګاونډیوهیوادوپه پرتله کورنی تولیدات ښه بولی»په هرات کی دسوداګری دخونی مرستیال خلیل احمدیارمل دولت ،اوهیوادوالوڅخه دملی تولیداتودتقویه کیدوهیله وکړه زیاته یی کړه هیوادیی دهرډول خوراکی ،ساختمانی ،اونور توکودجوړښت لپار ه په کافی ډول خام موادلری که دولت یی سوداګرواوصنعتکارانوسر ه ملاتړوکړی افغانستان به ډیرژر داقتصادله کبله بډای اپه ځان بسیاشی.دکور نیوتولیداتوداستعمال خبره افغان ولس مشرحامدکرزی هم څوپلاخبری رسنیوله لاری ملت ته کړ یده.

+ لیکل شوی په  دوشنبه هفدهم اسفند ۱۳۸۸ساعت 18:49  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |