«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

هرات:دمیرمنودموسیقی کرس.

دتابش په نوم دمیرمنولپاره دموسیقی دزده کړی دغه ر وزنیزه مرکزښایی دافغانستان غر ب ولایاتوکی لومړنی نوښت وګڼلی شوچه دجوادتابښ په نوم یوه افغان سندر غاړی په شخصی لګښت هرات ښارکی جوړشوی ده اوزده کونکی یی تر۳۰تنوزیاتی هراتی میرمنی وی.الاهه   ددغه کرس یوه زد ه کونکی وه ویویل شپږمیاشتی ر اهیسی دلته موسیقی په روزنه بوخته دکور نی په اجازه  راغلی اوله دغه کاره یواځنی موخه هغه وایی ټولنی ته خدمت ده«ښایی ددغه کور س لومړی زده کونکی به زه یم خوداچه دموسیقی زده کړی ته په پټنه  راځم کومی ستونزی سر ه نه یم مخ شوی د اځکه پرته له کو رنی نورهیڅوک نه پوهیږی چه زه څه کوم»میر من الاه چه کوم مهال خبری کولی ګتار یی په لاس لار ه خوزیاته یی کړه ارمونیه یی زده کړی ده«ګتار تریوی میاشتی زیات نکیږی چه وایم خوارمونیه می ډیره زد ه کړه»دمینا  په نوم یوی بلی میرمنی بیاوویل دموسیقی مسلک یی دعلاقی په وجه پیل کړمګردغه لارله ستونزوهم خالی نده«ما شخصی علاقه لرله موسیقی زده کړی ته می مخه کړه خوزمونږښارداسی یوښار ده چه که میر من د ځینوخلکودغوښتنی خلاف ګام واخلی وایی کافر ه شوه مونږهم د موسیقی زده کړه کی  داسی ستونزی اوتهدیدونوسره مخ شوی یومګر په ستونزوسربیره به خپل منزل په مخ بوزم»په هرات کی دموسیقی دکر س مؤسیس اومشراستاد جاوید تابش وویل کاریی داروپایی تولنی په محدوده مالی مر سته پیل کړی وه خوپروژه یی لنډمهاله اوختمه شوه اوس مهال په شخصی لګښت دغه کارپه مخ بیایی«داروپایی ټولنی له خواد مدنی ټولنولپاره چه کومه بروژه اعلان شوی وه ماهم ونډ ه پکی واخییسته خوهغه د۶میاشتوپه اوږدوکی ختمه شوه اوس د۳۰تنه زده کونکوپه شتون سره چه دښارله لری اونږدی کلیوراځی د موسیقی درس ورته وایم کرس کی کډون وال پرته دکورنی له غوښتن لیک اوخوښی پرته نه منو»تابش وویل هیځ کوم یوه دولتی یاغیردولتی نهادمالی مرسته نده ورسره کړی خودهر ات داطلاعاتوفرهنګ ر یاست څخه یی ځکه مننه وکړه چه په دغه لارکی یی هڅولی  دی.تابش کرس کی  دموسیقی په څلوبرخودر س ور کول کیده ګیتار،ارمونیه ،کیبورد،اودسندرویل.هرات چه کلونو راهیسی دیوه مذ هبی ښاربڼه غوره کړی اودطالبانودحکومت دمخه هم دلته دڅوکلونولپاره طالبانی ډوله سخت در یځه واکمنی خلک وایی چلیدله دټولنیزه چاروګڼه کارپوهان دموسیقی په ډ ګردانوښت دبیارغونی اویوی د یمواکراتی ټولنی دجوښت لپاره یوګټور پرمختګ بولی کوم چه دهرات دپوهنتون دیوه استادښاغلی کاوه په وینا راتلونکی ته یی هیله من ده«په هرات کی دمیر منولپاره دموسیقی کر س ښایی ذځینوخلکودعکسل عمل سبب شی خوداهم ښایی چه دډیری خلکودذهن دروښنایی اودیوی ښی  راتلونکی لامل شی په ټولیزه ډول زه داډول هڅی دخلکوپه ګټه بولم»دتابش کرس چه دلومړی ځل لپاره یی ښونکواوزده کونکوخبری ر سنیوته دخبروکولوجرئت وکړدری کاله وړاندی یی په پټه فعالیت پیل کړی وه اودښونکوپه ویناپه کابل کی دولایتی شورایوه غړی فریده ترانه،اودیوه شخصی تلویژیون دموسیقی منتخبه ستوری (ستار ه )یی له فار غانوڅخه دی.بایدووایم چه د هرات دموسیقی د کرس په څیربل په خپل ډول کی ښکاره کرس دهیوادپه کچه په ځانګړی ډول غرب ولایاتو کی ساری نلری.

+ لیکل شوی په  دوشنبه سوم اسفند ۱۳۸۸ساعت 11:23  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |