هرات:دڅوچاودنومخنیوی وشو.
دهرات دملی امنیت اداری په یوه خبرپاڼه کی ویلی دوه تنه یی د هرات انجیل ولسوالی خواجه سر مه سیمه کی نږدی زرکیلومنفجره موادوسره ونیول شوه .دغو موادوکی ۱۰فیره راکټ ۳۲مرمی دتوپ ۳۲لاسی بمونه،څه دپاسه ۸۰۰دپیکااوکلاشنکوف مرمی له یوه اندازه تروتیل ډوله چا ودیدونکوموادسره په لاس ورغله.همدارزخپرپاڼه کی ویل شوی یو ر یګشاه ډوله موټر،اویه بخاری کی داسی موادکشف اوخنساکړه چه دخبرپاڼی په ویناګڼ میشته سیموکی دورانکاره بریدونوپه نیت پټ کړی شوی وه.دیوه بل خبرپه اساس د یکشنبی په سها ردهرات ښارترټولونږدی ولسوالی انجیل دامنیه چاروقوماندان ارباب معروف دوسله والودیوه کمین تر څ کی ټپی شو.غرب زون کی دساحوی پولیسوقوماندان جنرال اکرام الدین یاور دارباب معروف زخمیکدل تائیدکړه زیاته یی کړه دسلطان کاریزنومی سیمه کی هله دانجیل امنیه چاروقوماندان دطالبانوکمین کی پریوته چه دندی ته تللوهغه وایی پیښه کی نورڅوک ندی ژوبل شوی سیمه کی دطالبانودلټون عملیات پیل شوی دی.دیوه بل خبرپه اساس په همدغه ورځ دهرات تورغونډی دلاری اوږدوکی دسرک دغاړی یومین پولیس کشف اوخنسأکړپولیس وایی په کوم ځای کی چه مین پټ کړی شوی وه دسوداګریزه موټروترخواد دولت اونړیواله ځواکونوموټرهم تله راتله په کوی اودزیانونومخه یی ونیول شوه.په هرات کی دڅوبیلابیلوچاودنومخه په داسی مهال ونیول شوه چه برایی ورځ ددغه ولایت پښتون زرغون ولسوالی دوه تنه طالب قوماندانان دروغی جوړی پروګرام ته وسلی کیښودی او مامورینونورووسله واله مخالفینوته هم دسولی غیږدوی وایی پرانستی ده.