هرات:دعلی شیرنوائي دمقبری دبیارغونی کارپیل شو.
په افغانستان کی دتیموریانوددورقلموال وزیرعلی شیرنوائی دمقبری درغونی کارپه هرات ولایت کی عملاپیل شو.دهرات والی احمدیوسف نوریستانی دنوائي دپروژی کاردبنسټ دډبری کیښودلوپه مهال ازادی راډیوته د اسی وویل.«دغه بروژه داطلاعات کلتورله خواه په مخ ځی دیوی میاشتی په اوږدوکی به یی کاربشپړی»په هرات کی د تیمور یانودقبلی یوه مشرناهض تیموری دولت څخه تاریخی اشخاصوپه ځانګړی ډول دعلی شیرنوائی تایریخ اومقری ته په درنښت وویل، په دغه ډول زمونږکلتورخوندی ساتل کیږی«ناهض وایی علی شیرنوائی نړیوال شهرت لری دنوم اوتاریخ ساتل یی دافغان حکومت نړیوال عتبارزیاتولی شی .خوپه دی شرط چه په اصیله هراتی رغونیزه دود ودان کړی شی»دتاریخی ر وایاتوپه اساس علی شیرنوائی پنځه سوه کاله وړاندی دتیوری دورځواکمن پاچاسلطان حسین بایقرا لومړی وزیروه . په ازبکی ژبه سربیره یی دری ژبه باندی شعرونه ویلی اود سیاست په دګرکی یی ویلکیږی په خپل وخت نوم داسیاپه کچه خپورشوی وه.مقبره یی دهرات دګورشادبیګم مصلاته ور په څیرمه دتیموریانوشاهی هدیره کی ده.د قبراصلی ګمبته یی ۷کاله وړاندی دازبکستان لرغون پوهانوله خواپه دی نوم ړنګه شوه چه په نوی بڼه یی ور غوی خو داچه ساختمانی چاری دهرات له ودانیوسره توپیرلاره، افغان حکومت یی مخه ونیوله.دهرات یوشمیرفرهنګپاله طمعه لری چه ګواکی دعلی شیرنوائي ارمګاچاری دی دملګروملتونودکلتوری ټولنی ترڅارنی لاندی په مخ لاړشی ځکه نودهرات دزاړه ښاردخوندی ساتلودکمیسون مشرمحمدرفیق شهیرتازه پروژی سره په مخالف وویل«شهیروایی علی شیرنوائی مقبری درغونی ژمنه دملګروملتونوکلتوری ټولنی کړی ده ۶۰زره امریکایی ډالره لګښت یی داغاخان کلتوری ټولنی له خواچمتوشوی هم ده که داپوژه پلی شی هغوی به شاته لاړشی»خودهرات والی احمدیوسف نور یستانی وویل دا افتدائي کآردی.چه د۳سوه زره افغانیوپه لګښت به یی لومړنی کارپيل ور وستی کاربه یی دنړیواله کلتوری موسیسوله خواپه مخ لاړی شی.