هرات کی نشیان۱۰-۷-۱۳۸۷
دولتی چارواکی وایی هرات کی کم نه کم څلویښت زره ځوانان په نښوروږدی دی دوی په دی اړونداندیښمن دی وایی بایددروغتیالپاره یی هرات کی روغتون جوړشی.
هرات کی دمخدره موادوسره دمبارزی لوی ریس جیلانی دقیق وایی دځوانانوترمنځ اقتصادی اوتولنیزه ستونځی غربت بیروزګاری اومهاجرتونه لوی لاملونه دی چه هرات کی لسګونه زره ځوانانونښوته مخه کړی.په ریښتیاسره د۴۷زره معتادینوپه لرلوسره ددی اندیښنه شته که حکومت ستونځی ته توجه ونکړی دارقم به لوړاونورځوانان به هم نښوته مخه وکړی.دقیق وویل له ګاونډی هیوادایران نه نه یواځی داچه یوشمیر مهاجرځوانان په نښوروږدی دلته راغلی بلکی دایډزپه مکروب هم زیاتره ککړدی هغه راپورچه عامی روغتیامونږته راکړی دایډز ډیری پیښی معتادینوکی موندل شوی دی.دهرات امنیه چاروقوماندان جنرال محمدجمعه عدیل وایی دوی خپل ولایت کی دکوکناروکښت ختم کړی مګرپه نښوروږدی ځوانان دامنیت دګډوډی غلااونوروجنایی جرمونوعامل دی هغه دستونځی دحل یوه لارمعتادینوته دروغتیایی مرکزجوړونه اودسالم مصروفیت موندل بولی مونږڅوپلامرکزی اداری په ځانګړی ډول دمخدره موادودمخنیوی وزیرته وړاندیزکړی چه دلته دهغوی درغونی لپاره یوروغتون یاکلنیک جوړشی څو دهرات اوګاونډیوولایاتودمعتادینورغونه پکی وشیدلته هرات کی اوس دشهامت په نویوشخصی کلنیک هم دمعتادینودرغونی لپاره فعالیت لری بایدووایم په یادشوی شمیره کی یوشمیرښځی هم شته چه په نښوروږدی دی.
هرات کی دباستانی اثاروغل مړشو۱۱-۷-۱۳۸۷
تیره اونی چه دهرات موزیم نه دباستانی اثاروپه غلاکوم متهم پولیسونیولی په مرموزډول مړشوی پولیس یی دمړینی عامل ناروغی خودفرهنګ ریاست پیښی ته دشک په سترګه ګوری دتحقیقاتوهیله لری.شرف الدین ستانکزی رابورراکوی.
دهرات دامنیه چاروقوماندان جنرال محمدجمعه عدیل ټلفون په لیکه دعسکرخان به نوم یوه څلویښت کلن سړی مړینه تاییدکړه چه دتیری اونی جمعی په شپه دهرات دملی موزیم دلرغونواثارود غلاتورلګولوسره نیول شویوه.دهرات ملی موزیم ددغه ښارترټولو مستحکمی ارګ نومی کلانه اونی وړاندی چاه لرغونی توکی ولوټل دافغانستان دفرهنګ اوځوانانوچارووزارت مرستیال محمدرضا ابشاردیوه پلاوی په مشری دپیښی دلټون لپاره هرات ته راغی یوه خبری غونډه کی ورک توکی ۲۲قلمه دبودادیوی ډبرینی مجسمی په ښمول له اسلام دپخواغزنویانواوتیمریانوددوری قیمتی اثاریادکړه. دغه لوړپوړی ماموردطالبانوله حکومته وروسته داپه نړی کی دلرغونواثارولویه غلاوبلله که ځه هم ویویل دموادسمپل افغانستان لری اودنړی هیڅ مارکیټ کی دپیروپلوراجازه نلری.داچه دپیښی په تورځلورکسه نیول شوی وه هییت یی نتایجوته هیله من وه مګردواقعی داصلی متهم مړینی خلک دلته حیران کړه اودهرات دفرهنګ اوځوانانوریس نعمت الله سروری وویل ددغی مړینی علت اوڅرنګوالی بایدپولیس څرګندکړی عسکرخان څوک چه دپولیسونظارت خونه کی مړشو دایران پوله کی دافغانستان یوه سرحدی ښاراسلام قلعه استوګن دی کورنی یی وایی هیڅ ډول ناروغی یی نلرله اووژنه یی قصدی عمل بولی.
لرغونی ودانی ړنګه شوه۱۲-۷-۱۳۸۷
هرات ولایت کی دفرهنګ اوځوانانوچاروریس په داسی حال کی دغه ولایت کی دلرغونواثارواوتاریخی ودانیووضعیت داندیښنووړبولی چه دغلته یوه تاریخی ودانی دتیموریانوددوردیوه ځایی مولاپه حکوم ړنګه شوی دفرهنګ وزرارت یونسکوته تضمین ورکړی چه داودانی به نه ورانیږی ځکه نوپه دغه ډول به هرات اټکل شته راتلونکی کال کی هم دیونسکوفرهنګی میراث نوم لړته داخل نشی.
هرات ولایت کی دفرهنګ اوځوانانوچاروریس نعمت الله سروری ټلفون په لیکه دداسی یوی تاریخی ودانی دړنګیدوخبرورکړل چه تاریخی قدامت یی وسوه کلونوته رسیږی.سروری وویل دغه سړی ته دافغانستان په ګڼه دولتی چارواکوسربیره دافغانستان دفرهنګ اوځوانانووزارت مرستیامحمدضیاابشاراودتاریخی عابدوعمومی ریس ددغه کانه کولوعضروکړمخ یی ونه مانه .هرات کی په وروستیوکی په قصدی ډول نوری لرغونی ودانی هم تخریب اولرغونی اثارولوټل شوه ځکه نوسروری دایوه منظم فرهنګی هجوم دهرات په وړتندی یوه بهرنی توطیه اودخپل ولایت اوسنی حال داندیښنی وړبولی.اوس پوښتنه دادی که هرات کی په لرغونواثاروهمداسی تعرضونه جریان ولری هرات به ۲۰۰۹میلادی کال کی دیونسکودفرهنګی میراث برخه وپیژندل شی دفرهنګ اوځوانانوچارومعین چه هرات ته دیوه پلاوی په مشری له اختره مخکی راغلی وپوښتل زیاته یی کړه دیونسکوموضوع دافغانستان دولت ډیره په تیزی یونسکوکی په مخ هوکی ډاډول پیښی به داپروسه یوڅه تاخیرکړی.نه زه فکرنه کوم څومونږدیونسکوشرایېط برابرنکړوداکاروشی.دری میاشتی وړاندی دایټالیاپایتخت روم ښارکی دیونسکوفرهنګی غونډه کی دهرات والی سیدحسین انوری اودافغانستان دفرهنګ وزارت پلاوی دیونسکوټولنی ته تضمین ورکړی وه چه هرات کی به دزاړه ښارودانی په خپل سره ډول نه ورانیږی.
هرات کی دغله مړینه تحقیق۱۲-۷-۱۳۸۷
هرات کی لاهم ډاکټرانودهغه سړی معایناتونتایج ندی اعلان کړی چه دپولیس نظارت خونه کی په مرموزډول مړشوی وه دغه سړی اونی مخکی له موزیم نه دلرغونواثاردغلاپه تورنیول شوی دهرات له موزیم نه ۲۲قلمه قیمتی اثارورک دی.
په داسی حال کی چه دعسکرخان نومی سړی مرموزی مړینی نه دوه ورځی واوښتی لایی هم دهرات دولایت روغتون ډاکټران دمړینی علت نه وایی دروغتون مرستال ډاکټرمحمدکبیرنه می دمعایناتونتایج وغوښتل زیاته یی کړه. ډاکټردټلفون په لیکه خبری کولی ویویل دشنبی په ورځ به نتایج اعلان کړی .عسکرخان دځلویښت کلونوسړی وه دهرات دسرحدی ښاراسلام قلعه استوګن اوتازه یی کوژده کړیوه دتره زوی یي محمداسلام وویل عسکرخان هیڅکله هم نه غل اونه یی هم روغتیایی ستونځی لرلی وژنه یی یوقصدی عمل دی.داسړی دابلی جمعی په شپه دهرات ارګ نومی کلا نه له ملی موزیم دلرغونواثارودغلاپه تورپولیسوونیودپولیسونظارت خونه کی یی داخترپه شپه په مرموزډول ساه ورکړه خودهرات دامنتیه چاروقوماندان یی دمړینی علت دګوردومرض بولی.غلاشوی اثاردافغانستان دفرهنګ اوځوانانوچارووزرارت مرستیا محمدضیاابشاردبودادیوی ډبرینی مجسمی په شمول داسلامی دوراوقبلل اسلام قیمتی ۲۲قلمه توکی یادکړه مګرداچه افغانستان یی نمونه لری نړیواله مارکټونوکی نشی خرڅیدلی.دافغانستان اثارټوله نړی کی په خپل نمبردپیژندلګوی وړدی کولی شونړیواله ټولنی نه په مرسته غوښتوبه ترپیژندلووروسته بیرته اثارراکړی شی .دهرات دلرغونواثاروپه غلاپخواهم دایران یوشمیراطباع نیولی شوی وه چه دتحقیاتونتایج یی تراوسه ندی څرګند
اسمعیل خان۱۴-۱۳۸۷
دافغانستان داوبواوبریښناوزیروایی حکومت کی دمجاهدینوونډه لږاودنړیواله ټولنی په حضوراوکړنه یی نیوکه کړی خلک څه وایی دابه دشرف الدین ستانکزی راپورکی واوری.
ښاغلی اسمعیل خان دافغانستان داوبواوبریښناوزیرپه داسی حال کی چه دهرات رباطسنګی اوکشککهنه اولسوالیوکی یی دبریشنادوه بیلابیلی پروژی تربشپړیدووروسته پرانستلی مناسبتی غونډه ته یی په خبروکی دکرزی په مشرتابه حکومت کی دمجاهدینوونډه کمزوری وبلله زیاته یی کړه دملک اوسنی کړکیچن حال یواځی دمجاهدینوپه مرسته ختمیدلی شی.که چیری کارونوکی مجاهدینوته ونډه اوصلاحیت ورکړل شی هیوادکی به دجګړه ختمه شی.ده دنړیواله ټولنی په کړیوکارونوهم نیوکه وکړه ویویل بهرنی مرستندویه ملکونه دلته دخلکواوحکومت دصلاپرته کارونه کوی.اسمعیل خان چه دهرات پخواه نی والی دی دلته یی لاهم یوه ډله خلک دامیرصاحب په نوم سره بولی ځکه یی نودمجلس ګډونوالوپه تکبیرویلوسره دخبوهرکلی وکړ.مګرهغه یوشمیرخلک چه لوستی یاملی ګټوسره بلدیت لری داډول ویناوی دهیوادپه ګټه نه بلکی برخلاف جنجال خیزه بولی یوقومی مشرچه دنوم له څرګدولوسره علاقه نلری په ټلفون سره راته وویل داډول خلک داولس پوروړی دبشردحقونوناقیضین اودمحکمی وړدی.داوبوابریښناوزیرپه داسی حال کی داخبری کوی چه دافغانستان حکومت مخالفوطالبانوته دسولی وړاندیزکړی اونتایجوته یی خلک هیله من دی مګرپه داډول ویناو یوشمیردنظرخاوندان وایی ملت ته ګټه نه بلکی دسولی نازک بهیرټکنی کولی شی
هرات اوفراه۱۵-۷-۱۳۸۷
دهرات اوفراه له امنیتی پیښواوپولیسوله بریاونه به موشرف الدین ستانکزی خبرکړی.
دهرات امنیه چاروقوماندان جنرال محمدجمعه عدیل په یوه خبری غونډه کی دانسان تښتونکوله چنګه دیوه شخصی شر کت ماموردازادی اودری تنه دپیښی په توردګرفتاری وویل همدارازدیوه لرغونی اثردموندنی یی وویل چه غلودانجیل اولسوالی نه پټ کړی وه یوډبرلیک چه ۵۷۰کاله تاریخی قدامت لری دڅلوورنوزیارت انجیل اولسوالی جبریل کی غلااوهمدلته وموندل شوه دپیښی په توریوتن نیول شوی دی دغه ډبره باندی قرانی ایات ښکل شوی اودهرات دفرهنګ وځوانانوریس ته وسپارل شوه همدارازدبشیری شخصی شرکت کارکونکی عبدالرحمان چه اته ورځی مخکی تښتول شوی وه ازاداودری تنه دپیښی په تورنیول شوی دی بل پلودشنبی په ماشام دهرات ښاریوی زوروری چاودنی ولړزاوه دهرات امنیه قوماندانی ویاندسمونوال نورخان نیکزادچاودنه دولایت مخته داتفاق نومی پارک سیمه کی وبلله زیاته یی کړه اوازلرونکی موادمنفجرعاملین یی په تیښته بریالی شوه مالی اودسرزیان نلری.دیوه بل خبرپه اساس دفراه ولایت امنیتی مامورینوڅلورتنه غیرمسول وسله وال ددغه ولایت وسله واله طالبانوسره دملکرتیاپه تورونیول.
د هرات کی انتحاری حمله اوایرانی ۱۴-۷-۱۳۸۷
هرات ولایت کی انتحاری بریدکی دښونځی ماشومانوته زیان اوښتی اودیوی بلی چاودنی په تورملی امنیت یوایرانی طبعه نیولی شر ف الدین ستانکزی راپورراکوی.
دهرات ښارختیځ ګزره اولسوالی ګاواشان سیمه کی دهرات قندهاردسړک اوږدوکی دملی اوردویوه موټریزه کاروان باندی ځان وژونکی حمله وشوه چه دګزری اولسوال غلام محبوب افضل زاده په وینادښونځی دری تنه زده کونکوپه شمول یی دملی اوردویوسرتیری ټپی کړ .دی وایی انتحارکونکی په موټرسیکل سپوردملی اوردوموټرسره ځان ترجنګولووروسته منفجرکړیواځی یوعسکراودری ملکی وګړی ټپیان شوه.همدارازدسیمی خلکوچاودنه زوروره اودسترګولیدلی حال کی یی ژوبل ملکیان یاده یی کړه ټپیان تنکی ماشومان وه. دګزری اولسوالی دروغتون مشرډاکټرتمیم سلجوقی یی روغتیاته ډاډمن وه .ټپی ماشومانوحمله کونکی په سترګولیدلی وه زیاته یی کړه ددوی په وړاندی منفجرشو.دوی وایی ښونځی ته تللوانتحارکونکی په موټرسیکل سپوروه زمونږمینځ کی یی ځان دملی اوردوپه موټرومنفجرکړ.دیوه بل خبرپه اساس ملی امنیت یوایرانی طبعه دتروریستی فعالیتونوپه تورد هرات ښارکی ونیوه دامنیه قوماندانی ویاندسمونوال نورخان نیکزادوویل ګمان شته چه دی سړی له خپل افغان ملګری سره په هغه چاودنه کی لاس لاره چه دشنبی په شپه دولایت دمقام مخی واټ کی مینځته راغله پیښه کی دسرومال زیان نده اوښتی .بل پلودچشتی شریف اولسوالی سلمابندکی هم دکارګرانومینځ کی دوه تنه ایرانی اطباع پیژندل شوی که څه هم داسړی عادی کارګردی مګرپه اړوندیی دسیمی اولسوال وایی
منارونوسړک خلاس شو۱۵-۷-۱۳۸۷
هرات کی دمنارونوترمنځ جنجالی سړک یوځل بیادسیمی خلکودحکومت دپریکړی خلاف پرانست دغه سړک دیونسکوپه غوښتنه اودجمهورریس په امرشپږمیاشتی مخکی وتړل شودهرات والی ددغه کارپړه په مرکزی اداره اچوی ولی دابه دشرف الدین ستانکزی راپورکی واوری.
دهرات ښارلودیزڅنډه منارنوسړک دسیشنبی په سهارسلګونه سیمه ایزه خلکوله خوادبلډوزرونوپه زیعه خلاسه اوپولیس یی مخنیوی کی پاته راغله دسیمی خلکوازادی راډیوته وویل دولت په لومړی سرکی ژمنه ورسره کړی وه چه بدیل سړک به ورته جوړکړی.دوی وایی لومړی سرکی حکومتی چارواکودبدیل سړک دجوړیدوورته ویلی مګرجوړیی نکړناروغان روغتون ته په ځنډ رسیدل اودکورونوقیمتونه موولویدل.دهرات منارونه دکم نه کم وه سوه کاله په تاریخی قدامت لرلوسره دسلطان حسین بایقراه اوملکه ګوهرشادبیګم له خواه جوړشوی دوه پایی مخکی تخریب اوپاته پنځه منارونه هم خپلمنځی جګړواوبیلابیلوطبیعی پیښوزیانمن کړی دیونسکوفرهنګی ټولنی په داوروستیوکلونوکی ددغی سیمی لپاره دافغانستان غوښتن لیک واخیست چه له مخی به یی دهرات لرغونی ځایونه دنړی فرهنګی میراث پیژندل کیږی خوپه دی شرط چه ددغه منارونوترمنځ تیر سړک به تړل کیږی داسړک دهرات ښارد۱۰۰کلومتره په اوږدوالی دایران اسلامی جمهوریت سره داسلم قلعه له لاری نښلوی منارونه یی ورته لنډاودموټروپه تلوسره دیونسکومامورین وایی دمنارونودتخریب ویره شته.دسیمی دخلکوګیلی وګزاری می دهرات والی سیدحسین سره شریکی کړی ده هم دمنارونودژغورنی کومه نوی خبره نه لرله مګربرخلاف یی په مرکزی اداره او وزیرانوشوراګرمه وبلله.زه له مرکزی اداری په ځانګړی ډول دښارجوړولووزارت نه سخت خوابدی یم ځکه دمرکزاووزیرانوشوراه دوعدوپه اساس ماخلکوته دبدیل سړک دجوړیدوژمنه ورکړی وه پاته راغلم یومیلون ډالره یی ژمنه کړی وه مګررایی نکړه والی دافغنستان په کچه حکومت باندی نیوکه وکړه چه هیڅ ډول ستونځی دچاه نشی حل کولی.هرات کی په داورستوکی په لرغونواثارومخامخ حملی غلاوی حتی په تخریب یی لاس پوری شوله ارګه د۲۲قلمه اثاروورکه دسعدیه دتاریخی جومات دیوه ملاپه حکوم ړنګونه اودمنارونوترمنځ دسړک پرانستل هغه واقیعی دی چه تیره یوه اونی کی دلته منځته راغلی دهرات دفرهنګ اوځوانانوریس نعمت الله سروری هرات کی دفرهنګی اثارودله منځه وړلویوه منظمی ډلګی دشتون اندیښنه لری.