دافغانستان مشرانوجرگی دلومئی ځل لپاره شرف الدین ستانکز ی په منن لیک ونازاوه
دافغانستان لودیزولایاتوکی ازادخبریال شرف الدین ستانکزی دژورنالیستی فعالیت له کبله دافغانستان مشرانوجرګی دمنن لیک په ورکړه ونازاوه.دغه منن لیک چه دمشرانودجرګی مشرحضرت صاحب صبغت الله مجددی لاس لیک پرشوی دپارلمانی چارووزارت په ۲۰۲۵ګڼه لیک سره دازادی رزاډیوددفترپه نوم صادرشوپه متن کی یی دغه خبریال په اړونده کارونوکی بریالی ،جرئت لرونکی ،اوبی پری یادشوی ده.ویلی شوی چه مشرانوجرګه کی دغرب زون دولایتاتودیوشمیراستازیو،په ځانګړی ډول دسناتورغلام فارق فراهی په وړاندیزاودمشرانودجرګی مشرتابه په تائیدسره منن لیک ور کړ شو.شرف الدین ستانکزی د۳۷کاله عمرپه لرلوسره ۱۳۷۳هج لمریزکال دافغانستان ملی راډیوتلویژیون دهنراوادبیاتوڅانګه کی لومړی پلاهنری اوژورنالیستکی فعالیت پیل کړی ده،دبیلابیلونورونړیواله اوکورنیوازادورسنیوسره ترخوایی افغانستان کی دازاد ی راډیوله پیل سره کابل کی دنده ومونده او۶کلونوکی راهیسی هم دغی نړیواله راډیوسره کارکوی چه په هر ات سربیره فراه ،نیمروز،بادغیس،اوغورولایتونوکی ټولنیز،سیاسی ،اوکلتوری چاروڅخه راپورونه ور کوی.دفراه دخلکواستازی، اوسناتورغلام فارق فراهی وویل ستانکزی په راپورونوکی خپلو اکی اوپرته له نژادی،ژبنی،اوقومی تعصاتودهیوادوالوغږدنړیوالوترغوږونورسولی دی.شرف الدین ستانکز ی وایی دمشرانوجرګی منن لیک څخه ځکه خوښ دی چه دملت استازیوله خواورکړل شوی دی اوویاړیی دټولوخبریالانودکورنی لپارډالی کوی.بایدووایم چه ستانکزی په پښتوژبه ګړیږی په هرات کی دژورنالیساتودټولنی مرستیال اودجنوبی اسیادازادورسنیویاسفما منتخب منشی دی .دخپل کارپه موده کی ددی ترڅنګ چه څوپلاپه ستاینلیکونوبیلابیلومدنیوټولنواونړیواله موسیسونازولی ۷پلامرګونی ګواښونوسره مخ شوی دی دکارپه مهال وهل ،ډبول ،دمرګ ،تهدیداولنډمهاله بنیدخانه هم ورکړل شوی ده .چه وروستی پلائی دوه میاشتی دمخه دیوه ملکی تن دوژنی لاریون په مهال دهرات دپولیسوسخت غبرګون وه کوم چه دپیښی دڅیړنی لپاره یی عاملین د کورنیوچارووزارت په مداخله څارنوالی ته وروپیژندل شوه خولاهم لکه دنوروهغوپه څیردوسیه یی هغه دچاخبره دکندوشاته هیرپرته ده.