«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

دغوڼدی مشری دیوه متقاعدډګرول داودخان په نوم یوه قومی مشرپه غاړه لرله ازادی راډیوله لاری دپریکړه لیک په لوستلوسره جمهوررئیس حامدکرزی ته ددوهم پلابریامبارکی وویله ورسره په څنګ کی دیوه سالم حکومت دجوړښت داسی مشوری ورکړی.داوودوویل تیرمهال حکومت ددوی ولسوالی ته دبیارغونی پاملرنه نده کړی نوی دورکی دهغه وایی پوره سهم ورکړی شی. ځوانانوته دکارزمینه اودولسمشرپخوانی ژمنی سره سم شندندته دولایت اداری تشکیل منطورشی.دشندندولسوال ملالعمل محمدپه ټلفون سره دغونډی ګډونوال سلکونه تنه یادکړه وویل دپریکړه لیک په لوستلوسره کرزی څخه دشندندخلکودسالمی اداری جوړښت ،اداری فسادورکونه،کابینه کی جنګی جنایتکاران نه ځایول،وسله واله طالبانوسره دروغی جوړی ورپرانستل،غرب زون ولایاتوپه ځانګړی ډول دهرات پښتون میشته سیمو کی دښونی پراختیا،اوپه مو رنی ژبه دتعلیمی نصاب دودول یی لوی غوښتنی وی.په شندندسربیره په هرات کی دولسمشرکرزی په ملاتړنوری غونډی هم په بیلابیل ډول جوړی شوی دی اوپه هریوه غونډه کی ګډونوال اداری فسادڅخه په شکایت له جګړی دستړیااووسله واله مخالفینوسره دروغی جوړی هیلی کړی دی کوم څه دافغانستان دموجوده لانجی یوه له وسیلوڅخه یادیږی.

+ لیکل شوی په  یکشنبه هفدهم آبان ۱۳۸۸ساعت 15:7  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |