دافغانستان دکلیوپراخیتیاوزیرمحمداحسان ضیا دهرات دانیجیل، ګذری، اوبیلابیلوولسوالیوکی دګڼه ماشومانوپه ګډون ولسی مشرانوسره غونډی جوړی کړی په صابون سره دلاس مینځلونړیواله ورځی دلمانځ غونډوپه ترڅ کی ۹ولسوالیودهرات کی ۱۴۲پروژی بشپړی اعلان کړی، دغه پروژی دملی پیوستون پروګرام له مخی دخلکوپه لس فیصده ونډی سره شپږمیاشتی وړاندی پیل شوی وی په اړوندیی دهرات کلیوپراخیتارئیس اغامحمدصدیقی داسی معلومات ورکوی«دوزیر۳ورځنی سفرپه لړکی مونږوتوانیدوچه ۹ولسوالیوکی ۱۴۲ټولګټی پروژی بشپړی اودخلکوګټی ته موپرانستلی، داپروژی داوبورسولو،بریښناسیستم جوړول ،والی اوکاریزونه پاکول،سړکړک اوپلچکونه ،کلتوری ټولنوودانی ،میرمنوته دحرفوی زده کړوټولګی ،اونوری بیلابیلی پروژی دی» صدیقی زیاته کړه دولسی شوراوپه انتخاب دملی پیستون پروګرام له مخی دغه پروژی تکمیل شوی، مالی لګښت یی ده داسی ووایه«د۱۶۵ملیونه افغانیوپه لګښت داپروژی دملی پیستون پرګرام څخه دخلکوپه لس فیصده ونډی اخیستوسره تکمیل شوی»همداراز په دغه ورځ دکلیوپراختیاوزیرپه لاس دهرات دکلیوپراخیاریاست دمیلمستون ودانی دیونسف په یوملیون ۴سوه زره افغاینولګښت تربشپړیدووروسته برانستل شوه.مامورین وایی دکال له سره بیاتردغه مهال پرته له دغوپروژو۲۴۰نوری پروژی تکمیل شوی چه مالی لګښت یی ۱۹۲ملیونه افغانی شوی ده،اوهم ۲۰۲۲ټنه غنم غذادکارپه بدل کی په اړمنوخلکوویشل شوی دی.بایدزیاته کړم دملی پیوستون تازه پروژی ګذره،زندجان،کرخ،اوبه کشک رباط سنګی ،شندند،کهسان،اوفارسی،ولسوالیوکی تکمیل شوی چه دکارله کیفیته څخه سیمه ایزه خلکورضایت لاره.
+ لیکل شوی په پنجشنبه بیست و سوم مهر ۱۳۸۸ساعت 8:2  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|