«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

                                    هرات کی دامریکافرهنګی مرکز۲۶-۸-۱۳۸۷

هرات ښارکی دامریکاه متحده ایالاتودبهرنیوچارووزارت له خواه یوکلتوری مرکزجوړشوچه دیوه کتابتون په شمول ۱۵کمپیترونوسره یی دانټرنټ وړیاامکانات برابرکړی دهرات والی ددادځوانانودکلتوری ودی لپاره یوښه ګام بولی او دامریکادبهرنیوچارووزارت یواستازی ددغه کلتوری فرهنګی مرکزپه شته امکانانتوازادی راډیوته څرګندونی کړی چه شرف الدین ستانکزی راپورراکوی.

دکلتوری ودی دغه مرکزدلنکن په نوم دهرات ښارعامه کتابتون ودانی یوه برخه کی دیکشنی په ورځ ددولتی چارواکوپه ګډون پرانستل شو،دهرات والی سیدحسین انوری ازادی راډیوته وویل ددغه فرهنګی مرکزله امکاناتوپه ګټه دهرات خلک دنړی له ګوټ ګوټ نه په زړه پوری معلومات لاس ته وروړی شی.هرات کی دامریکادمتحده ایالاتودبهرنیوچارو وزارت یوه استازی برادهنس ازادی راډیوسره په یوه ځانګړی مرکه یی وویل فرهنګی مرکزنه دپرانسنی موخه یی ځوان نسل روزنه ده«.نن هرات کی زمونږلپاره یوه ښه ورځ ده چه دلنکن وروستی اوپنځم کلتوری مرکزهرات کی پر انستل شودلته به دانګریزی ژبی دزده کړی دکتابونودلوست اودانټرنټ له لاری دامریکاه اونړی پوهنتونونوسره په اړیکو دتازه اوپه زړه پوری معلوماتودترلاسه کولوزمینه ورته برابره شوه»هنس ددغه مرکزمالی لګښت څرګندنکړمګردایی بیاوویل امریکاه کی یوله قیمتی توکونه کتابونه دی اودغه مرکزکی په بیلابیل ډول ۲زره سرلیکه نوی کتابونه مینه والوته ایښی دی.دهرات دځوانانواوکلتوری چاروریس نعمت الله سروری وویل مرکزپه یوه وخت د۵۰تنه لوستونکوځای لری ځکه نو وړکی اودپراختیاهیله یی وکړهلنکن چه ددغه مرکزنوم ورته ځانګړی شوی دامریکامتحده ایالاتویوله هغواولس مشرانونه وه چه دبردګی دختمیدواودموکراسی وده کی یی ډیری هڅی کړی دی طمعه شته چه دهرات دغه مرکزنه په ګټه به هم هغه خلک چه دازادی لپاره هڅی کوی دخپل هدف لپاره کاروکړی.

 

 

+ لیکل شوی په  یکشنبه بیست و ششم آبان ۱۳۸۷ساعت 17:22  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |