له کابله دملی امنیت مطبوعاتی دفترپه یوه خبرپاڼه خپرولوسره دهرات انجیل ولسوالی اودران کلی ملاامام سیدابوبکردازادی حال ورکړشو.خبرپانه کی راغلی وه سیدابوبکردوه اونی دمخه ګذره ولسوالی کی یوه طالب قوماندان غلام یحی سیاهوشانی تښتولی وه اودولسی مشرانوپه منځګړیتوب و ددولت په هڅوازادشو.دانجیل ولسوالی یوه امنیتی ماموردنوم اوغږدنه خپرولوپه شرط دملاازادی تائیدکړه ویویل ابوبکردهرات انجیل ولسوالی کی دامامت ترڅنګ دولتی دنده هم لرله.دیوه بل خبرپه اساس دبادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالی یوشمیرکسانوپه داوروستیوکی په عام محضرکی دوسله واله طالبانوپه لاس دیوه تن په دارځړولوحال ورکړ.دغرب زون ساحوی پولیسوقوماندانی ویاندسمونوال عبدالروف احمدی په ټلفون سره دپیښی تائیدوکړه زیاته یی کړه«له بادغیسه دیوه راپورپه اساس طالبانوداتل په نوم یوځوان بالامرغاب کی دوه ورځی دمخه په دی تورپه دارځړولی چه ګواکی بهرنی ځواکونوته جاسوسی کوله مونږداعمل غندواودملامنان په نوم دپیښی فاعل به دنیولوپه شرط دقانون له مخی په سزاورسیږی»په داوروستیوکی دولتی مامورینودهرات ګذره ولسوالی کی هم دطالبانوپه لاس په جلاپیښوکی په ورته ډول دڅلورتنودوژنی حال ورکړ.دپولیسومسئولین وایی دی کسانودولت سره کوم تړاونه لاره مګرطالبان په ورته عمل سره په خلکوکی خپله دوهم فضاخپرول غواړی. دتازه پیښی په اړوندطالبانوتردغه مهاله نظرنده څرګندکړی.
+ لیکل شوی په دوشنبه ششم مهر ۱۳۸۸ساعت 20:39  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|