په نیمروزکی محلی دولتی چارواکی دایتلافی ځواکونودبمباری له امله د۲۱تنه طالبانودمړینی حال ورکوی.
دنیمرو والی ډاکټرغلام دستګیرازادپه ټلفون سره دسه شنبی په ورځ دایتلافی ځواکونوله خواچهاربرجک ولسوالی کی دطالبانوپه یوه پټنځی دبمباری له کبله دګڼ شمیروسله والودمرګ وویل«ازادوایی ایتلافی ځواکونوچهاربرجک ولسوالی یوه غیرمسکونی سیمه کی دطالبانوپه پټنځایونودسه شنبی په ورځ بمبارکړی ده، دلومړنیومعلوماتوپه اساس ۲۱وسله وال طالبان مړه دری ګړندی موټریی تخریب شوی دی»دنیمروزوالی وویل کیدی شی وژل شویوکسانوکی دطالبانولوړپوړی خلک شامل وی مګردقیق حال یی دوی ته لانده رسیدلی دامنیه چاروقوماندان جنرال عبدالجبارپردلی هم دپیښی تائیدوکړمګرجزیاتوڅخه بیخبره وه .طالبانودنیمروزدپیښی په اړوندنظرنده ویویلی مګردحزب اسلامی په ویاندی زوبیرصدیقی په یوه جلاخبرکی دهرات شندندولسوالی زیرکوه سیمه کی دچهارشنبی په غرمه دایټالیائی ځواکونودیوه ټانګ دتخریب اولس تنه عسکرودمړینی وویل، ده له ناڅرګندځایه په ټلفون سره خبری کولی زیاته یی کړه دمین په انفجارسره یی دغه بریدترسره کړمګردولتی مامورینواصلاادعابی اساسه وبلله.