«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

دهرات کهسان ولسوالی کی یوشتمن ازاداودبرامته ګری په توریی څلورتنه وسله وال نیول شوی دی.

دکهسان ولسوالی امنیه چاروقوماندان سمونوال عنایت الله امرخیل په ټلفون سره داختردوهمه ورځ دغیرمسئوله وسله والویوه پټنځی څخه دعملیاتوپه ترڅ کی دڅلورتنه برامته ګروپه نیونه سربیره دملوک په نوم دیوه افغان شتمن دازدی حال ورکړ.امرخیل دخبروپه دوام زیاته کړه ددغه سړی دازادی په بدل کی برامته ګرودده کورنی څخه دیونیم سل ملیونه ایرانی تومانوچه دڅه دپاسه یونیم سل زره امریکائی ډالرومعادل کیږی غوښتنه کړی وه مګرپولیسوپرته له کومی معاملی دعملیاتوپه ترڅ کی ازادکړ.ملوک ۶ورځی برامته ګروپه ناوړه حال کی ساتلی وه دخوشی کیدوپه مهال یی یوکرالله ډوله موټراویوموټریسکل هم پولیسوته په لاس ورغله.کهسان دهرات لودیزایران سره په څیرمه دیوی ولسوالی نوم دی دانسان تښتونی ورته پیښی نوری هم پکی تکرارشوی دی. اولوی دلیل یی هم دنظرخاوندان دسرحدپه دواړوطرفونوکی دقچاق اومخدره موادوناوړه کاروباریادوی.خوداچه دتازه پیښی دلیل څه ده ؟پولیس یی په اړونددتحقیق خبره کوی.

+ لیکل شوی په  دوشنبه سی ام شهریور ۱۳۸۸ساعت 20:28  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |