په هرات ګڼه ژورنالستانودسلطان مرادی په یادغونډه وکړه.
په هرات کی دسفماټولنی دافغان خبریال سلطان محمدمنادی په وژنه دلسګونه خبریالانوپه ګډون خواخوږی وښوده دیوه پریکړه لیک په خپرولوسره یی افغان حکومت څخه دپیښی عاملینودسزاوغوښته«میرمن اومیراه حبیب دمتن په لوستلوسره وویل دغرب زون خبریالان اودسفماټولنه دمنادی په وژنه خوابدی کورنی سره یی غمشریکی کوی اودولته څخه غواړی څودپیښی عاملین ترپیژندلووروسته په سزاورسوی»په هرات کی داریانلویژیون خبریال امحدفواداحمدی اودهرات دراډیوتلوژیون رئیس حسام الدین شمس په بیلابیل ډول په دولت نیوکه وکړه ویویل چه دخبریالانوامنیت لکه څنګه چه ښائی هسی نه ټینګوی.همدارازغرب زون کی دسفمادټولنی مرستیال شرف الدین ستانکزی غونډه کی وویل دافغانستان دولت اوامنیتی چارواکی مسئولیت لری څوددغی وژنی عوامل دمنادی کورنی اوخبریالانوته روښانه کړی دخبروپه دوام یی وویل په هرات اوغرب دافغانستان کی به ددوی ټولنه دمنادی اونوروخبریالانوپه یادورته دوام دوامداره وساتی.دپژواک خبریال احمدقریشی په افغانستان کی درسنیوله مشرانووغوښته څودخبریالانولپاره کاری اسانتیاوی اوبیمه چمتوکړی.سلطان محمدمنادی دنویارک ټیمز په نوم یوی امریکائی رسنی سره کارکاوه دیوه بل بهرنی خبریال په ملتیاتیره اونی دکندزچهاردره ولسوالی کی نادرکه شو، دری ورځی وروسته یی جسدپه داسی مهال وموندل شوچه دیوه عملیات په ترڅ کی امریکایی خبریال دایتلافی ځواکونوپه عملیاتوکی ازادشو.دهرات خبریالان استلال دکوی زیاته یی کړه دمنادی وژنه یوتصادف نه وه بلکی تردی وړاندی هم چه کله بهرنی خبریالان د مخالفووسله والوپه لاس برامته شوی دی دازادی په مهال افغان ژباړونکی یاخبریالان ووژل شوه ،چه ښه بیلګه یی په هلمندکی داجمل نقشبندی وژنه یاده شوه ځکه نوورته عمل ددوی لپاره سوالونه راولاړکړی اودافغانستان حکومت څخه یی ځوابونه وغوښتل.