دایټالیاهیواددفاع وزارت مرستیال کروزیتو په هرات کی خبریالانوته وویل افغانستان ته دسفریوه موخه دلته دولایتی بیارغونی چوکاټ کی له عسکروکتنه اودبیارغونی پروژی له نږدی څارل وه په عین حال کی یی دPRTپه چوکاټ کی د۵سوه تنه عسکرودتازه راتلووویل«ایټالیااوس په دی هڅه کی ده چه دنظامی فعالیتونوترڅنګ دبیارغونی کارونه نورهم ګړندی کړی ایټالیابه دپی ارټی په چوکاټ کی دسولی دټینګښت په نیت ۵۰۰عسکرنورهم هرات ته راوولیږی»دایټالیاهیوادپه داسی مهال دمرستودزیاتیدوژمنه وکړه چه په داوروستیوکی دهرات والی احمدیوسف نوریستانی هرات کی میشت دایټالیاولایتی بیارغونی ټیم باندی دلږمرستونیوکه وکړه.ځکه نوپه نوی ژمنه یی دهرات دولتی چارواکی خوښ شوه.ایټالیادامهال دمامورینوپه ویناافغانستان کی څه دپاسه ۲زره ۵ سوه سرتیری لری چه په کابل کی اوهرات کی دنظامی هڅوترڅنګ دولایتی بیارغونی چوکاټ کی دنده په مخ بیایی
+ لیکل شوی په یکشنبه هشتم شهریور ۱۳۸۸ساعت 21:17  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|