«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

که څه هم دټولټاکنوخپلواک کمیسیون مامورین دولسمشری اوولایتی شورادټاکنووروستی نتائج خبریالانوته ندی ښکاره کړی مګرپه هرات ښارکی د۷ټاکنیزه مرکزونوشمیرل شویورایوڅخه ازادی راډیو وګنل چه دکرزی په ګټه ۱۰۳۸رایی اودعبدالله عبدالله درایی په صندقونوکی ۸۹۳۷رایی اچول شوی وی همداراز هغه معلومات چه دعبدالله عبدالله دتبیلغاتی مرکزله خواخبریالانوته څرګندشوه دشندندولسوالی زیرکوه یواځی یوه سمیه کی دکرزی په پلوی ۲۷زره رایی استعمال شوی اوددوی په وینادعبدالله په ګټه تر۲۰۰زروڅخه زیاتی رایی نه ښکاری دی همداراز دادرسکن ولسوالی کی کرزی ته ۱۹زره رایی خودعبدالله په پلوی په سلګونوکی رایی ورکړل شوی په همدغه ترتیب دهرات دنوروولسوالیوټاکنیوفیصدی هم په ورته ډول ښکاری ځکه نودعبدالله پلویان په ځایی دولتی مامورینواودټاکنوپه خبلواک کمیسیون ددرغلیوتورلګوی دلته دعبدالله دټاکنیزه تبلیغاتی دفترمسئول محمدناصرخاصع دیکشنبی په ورخ خبریالانوته وویل چه دشندندادرسکن اوځینونورولری پرتوولسوالودټاکنی صندقان بایدقرنطین شی«خاضع دچشتی شریف ،ګلران،شندند،اوادسکن ولسوالیونومونه یادکړه مخامخ یی په دولتی مامورینوتورولګاوه چه دشپی په مهال یی صندقونه ډک ګړی دی قضیه کی دټولټاکنوخبلواک کمیسیون مامورین هم ملامت وګړل اودشکایاتوکمیسیون څخه هغه وایی هیله لرم څودغه صندقونه قرنتطن کړی»خودهرات دولتی مامورین په ټاکنوکی دهرډول دخالت تورونه بی اساسه بولی اوغرب زون کی دټاکنوخبلواک کمیسیون رئیس ضیااحمدضیاهم خپل دکارلاندی ساحه کی ټاکنی شفافی یادی کړی.همدارازفراه ولایت کی دازادی رادیودسیمه ایزه خبریال دیوشمیرټاکنیزه مرکزونوپه کتنه وویل چه کرزی ترخپلوسیالانومخکی ،عبدالله دوهم اواشرف غنی احمدزی دلست ۳ تن ګڼل کیږی. اوپه بادغیس کی هم دازادی راډیویوی باوری خبری مبع د۴۰زره رایوپه شمیرلوسره عبدالله عبدالله لومړی اود۲۷نیم زره رایوپه لرلوسره کرزی دوهم وګاڼه. په داسی حال کی چه دهغه په وینادجوندولسوالی درایوصندقونه لامرکزدبادغیس ته ندی رسیدلی.

+ لیکل شوی په  یکشنبه یکم شهریور ۱۳۸۸ساعت 23:0  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |