«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

دهرات امنیه چاروقوماندان جنرال عصمت الله علیزی په یوه خبری غونډه کی وویل ګذره ولسوالی کی ایتلافی ځواکونوپه مرسته عملیات دوهمی ورځی ته وواښته سیمه یی له وسله والوڅخه پاکه خودجګړی په مهال یی اته تنه سړی مړه شوی دی.دګذری ولسوالی سیاهوشانوسیمه کی دغلام یحیی اکبری په نوم یوه تن ۳کاله راهیسی ددولت په خلاف وسله پورته کړی.په داوروستیوکی په هوایی ډګرکی دایساف چوکاټ کی داسپانیایی عسکروپه مرکزیی دراکټونوتوغول خپل کارباله اوپه سیمه کی ولسی وګړی دولسمشری په ټاکنوکی ګډون کی تهدیدکړی وه.ځکه نودولتی مامورین وایی بریدپه وشوخپله دی بچ خو۸وسله وال یی دزوی په شمول مړه شوه .طالب ویاندقاری محمدیوسف احمدی په ټلفونس سره وویل دګذری په جګړه کی ددوی سړیوته زیان نده اوښتی مګردکورنیواوبهرنیوعسکرو پنځه تنه یی وژلی دی.که څه هم دهرات امنیه قوماندان دلته دایتلاف دیوه ټانګ دتخریب خبره ومنله مګردخپلوسړیوزیان یی ونه مانه سیمه کی ولسی وګړیود۵تنه ملکیانودوژنی وویل خوقوماندان یی پیښه نه ردنه تائیدکړه وویل تحقیق کوی.دیوه بل خبرپه اساس دزون ساحوی پولیسوقوماندانی ویاندسمونوال عبدالروف احمدی دشندندولسوالی عزیزابادکلی کی له یوه کوره دلس تنودنیولووویل چه دهغه په ویناچاودیدونکی موادریموټ سره عیاروانفجاری موادیی ورسره ونیول. ده نیول شوی سړی دفراه ،هلمند،اوهرات استوګن وښوده زیاته یی کړه پولیس پوښتنی تری کوی.

+ لیکل شوی په  دوشنبه بیست و ششم مرداد ۱۳۸۸ساعت 17:38  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |