هرات بڼوالی پروګرام یوناما.
هرات کی دملګروملتونوسیاسی نمایندګی (یوناما)مامورین وایی یوشمیربیوسلی شویوجهادی قوماندانانوته یی چه دازموینی په ډول دنیالګیود کینولوپروژی دوه کلونوراهیسی پیل کړی طریقه بریالی اوددی ترڅنګ چه لسګونه قوماندانانوته سالمه دنده پیداشوه دکورنی یوشمیرغړی یی هم په دنده ورسره ګمارل شوی دی دنیالیګیودقریودغوپروژونه څویی سیمه ایزه خبریال شرف الدین ستانکزی دانجیل اوګزره اولسوالیوکی لیدلی داړونده پروژی ماموراو یوشمیربڼوال یی غږولی په هکله یی راپورراکوی.
دافــــغانســـتان د لویـدیځ هرات ولایت کی یوناما دهغــویوشـــمیرقومانـدانانـوچه وســـــلی یی ددایاګ یا ډی ډی آرپروګرام ته سپارلی ، دمشغولتیا اوبڼوالی دپراختیاپه غرض دوه کلونوراهیسی ددغه ولایت اړوند کرخ ګزری اوانجیل اولسوالیوبیلابیلوبرخوکی دنیالګیوقریی (یانیالخانی ) اچولی ددغی پروژی دهرات د دفترمسول عبیدالله :غفوری وویل طریقه یی بریالی اوپه ورته ډول به دوام ورکړی.
«انجیل ګزره اوکرخ اولسوالیوکی څلوراتیا قریوکی مونږڅلورویشت تنه قریه لرونکی لروچه وسلی یی د ډی ډی آر.یاډیاګ پروګرام ته ایښی په دغه ډول دوی اودهریوه تن دکورنی دری تنه غړیوته موکاردغزا په بدل کی مشولتیا پیداکړی ده»
پروګرام کی شامل کسانوته هغه وایی دکورنی په حساب شپږبوجی غنم نخودلوبیااوکم نه کم نورخوراکی مواد اودکرنی لپاره اړین توکی ورکړی یاورکوی همدارازهرهغه چاری چه دنیالګیوروزنه لپاره اړینی وی دوی ته موښود لی دی»
دغه ماموروایی په نوبتی ډول یی څه دباسه وه زره ورځی په حساب (۱۹۲)کورنیوته دکارکولوزمینه برابره کړی ده.
دهرات دکرنی اومالداری ریس اسمعیل:حیدرزاده وایی که له یوه پلوه دغلته ګڼ شمیر وګړی دکارخاوندان شوی دچاپیریال دزرغونتیاسبب ګرځیدوسره یی یواځی تیرکال له دغواودیته ورته نورونیال خانونه څه دپاسه لس ملیونه نیالګی دهیوادوالوپه واک کی ورکړی دی.
«مونږدراډیوتلوزیون له لاری څوپلادکرنی اومالداری وزارت ته اعلان وکړچه لس ملیونه نیالګی دلته شته اودغوښتنی په صورت کی نورولایتونه هم ګټه تری اخیستی شی»
دهرات ښارختیځ ګزری اولسوالی سرجنګل سیمه کی داسی یوی قریی ته ورغلم چه شل جریبه ځمکه په بیلابیل ډول نیالونو زرغونه وه یوشمیر دزاړه عمرسیمه ایزه کسانو د څوتنه میرمنوپه شمول کارپکی کاوه د نومونوپه پوښتلوسره می دپروژی څرګوالی تری وپوښت ویویل:
دیونامادمرکزی دفترکی دچارودسمون مسوله ډاکټرنیلاب: مبارزچه په داوروستیوکی هرات ته راغلی وه خبریالانوته وویل ورته پروګرامونه یی دهیوادیوشمیرنوروولایاتوکی هم پیل کړی نتیجه یی هغه وایی ګټوره اودوام به ورکړی .
موجوده نیالیالګیوکی دمڼوزردالوبادام اوپه انګورتاکوسربیره لسګونه ډول دبیلابیلومیواوزینتی ونونیالګی اوقلمچی ترسترګوکیدلی .
قوماندان جیلانی دهرات انجیل اولسوالی کی دداډول یوی نیالخانی لرونکی وه اوسنی دندی نه خوښ وه وویل چه دهوساژوندلاریی اوس میندلی ده.
«خدای شته له ژوندنه خونداخلم څوک کارنه راسره لری پخوابه شل تنه ټوپکیا ن راسره وه بیابه هم ستړی اوپه وهم کی وم،مګراوس برخلاف بی وسلی ښارته ځم هاخواداخواګرځم څوک کارنه راسره لری»
دی وایی اوس دبڼوالی دنده کی مسلکی شوی اودژوندترپایه به یی هغه وایی په مخ بوځی.
جیلانی خان ۴۵کلونوعمرلاره ویویل دجهادپه مهال دسل تنه مجاهدینومشری ورسره وه اودکرزی په مشرتابه حکومت ته یی وسلی په خپله خوښه کیښودلی دی.
دپروژی په اړوند کومه خاصه نیوکه چانه لرله ،مګر لګښت یی ځکه د هرات مامورینوڅرګندنشوی کړی
چه چاری له مرکــــزی اداری سمبالیدلی، اودهیوادپه کچه پروګرام یی وګاڼه.