غرب زون کی دلمړی ځل لپاره ملی اوردوته دناټووسلی ورکړل شوی
ددشنبی په ورځ دهرات ۲۰۷ضفرقولی اوردوکی هغه یوه نظامی قطعه خبریالانوته وښول شوه چه دناټوپه عصری وسلواوسایطوسمبال وه .غرب زون کی د۲۰۷ضفرقولی اوردوقوماندان جنرال جلندرشاه بهنام خبریالانوته وویل دکسان به دولسمشری اوولایتی شورادټاکنولپاره امنیت ټینګښت کی ونډه ولری اودحلقږی سړک دامنیت ترڅنګ به فراه ،غور،بادغیس،اوهرات ځینی سیموکی دوسله واله طالبانودلټون عملیاتودضرورت په صورت کی وکړی«دادکوماندوترکنډکه وروسته لومړی جزوتام دی چه د۲۰۷ضفرقولی اوردوچوکاټ ته راغی نظامی زده کړی اوسلی یی دناټوله خواورکړل شوی دی دوی ډیرمسلکی زده کړی لری او۳۸عرادی امریکایی هنوی موټرورسره دی چه دپرسونل دخفاظت لپاره وړبلل کیږی.بهنام وویل ددوی ټولی وسلی نوی اوعصری دی کوم چه ددغه قولی اوردوعسکروتیرمهال په واک کی نلری ځکه یی ددوی ددندی مربوطه ولایاتوخلکوته دامنیت دټنیګښت په زیری سره ډاډورکړ.هرات ولایت کی دملی اوردودنوروځواکونوترڅنګ دغه افغانی ځواکونه په داسی حال کی میشت شوه چه دولسمشری دټاکنوله راتلووړاندی دطالبانوبریدونوزورنیولی دی ځکه نوددغه عسکروپه راتګ سره دقولی اوردومشردامینت دټینګښت اودامن په فضاکی دټاکنودترسره کیدوژمنه کوی.