په هرات کی په یوه ورځ د۷۲ځوانانوودونه شوی دی.
دغه ډله ایزه وادوه چه د۳۶ناوکیولاسونه په شرعی نکاح سره دهغوی دخاوندانوپه لاس کی ورکړل شوددوشنبی په ورځ دهرات ښارالهام نومی تالارکی ترسره شوه .ددغوودونومراسم دصادقیه په نوم یوی مدرسی له خواه ترتیب شوی وه لګښت یی هم دهمدغه بنیادپه غاړه وه دصادقیه مدرسی مشرسیدحسین موسوی یی په اړوندخبریالانوته داسی وویل«نن مونږد۳۶جوړی څوانانودواده مراسم ترسره کړه هغه ځوانان چه په خپل لګښت یی دواده توان نه لاره ددوی مالی لګښت هم دبینادله خواشوی چه دهریوی جوړی لپاره د۷ډالرومعادل ۳۵زره افغانی لګښت شوی هڅه کووچه داډول شرعی دودپه ټولنه کی مروج اوپه لنډه راتلونکی کی به د۵۰ جوړوبل ډله ایزه واده هم جوړشی»زومانوتوری دیشی اوناوکیوسپین کالی په تن لرل یوبل ته مخامخ یی په منظمولیکوکی ولاړوه یوځوان چه نوم خپله ازادی راډیوته ښیی وویل« دوه کاله وړاندی یی کوژده کړی وه دښوونکی دنده لرم معاش می کم اودواده توان می نه لاره دصادقیه مدرسی څخه مننه کوم چه دواده لګښت یی راته وکړ»دمریم په نوم یوی اتلس کلنی ناوکی هم داډول ودونه دټولنی په خیروبلل «مریم وایی خوښه یم که له یوی خواداسی ودونه ټولنه کی دبیځایه لګښت مخه نیسی شرعی احکاموسره هم برابردی دژوندملګری می په خوښه ده سم ژوندبه ورسره وکړم»که څه هم ورته ډله ایزه واده تیرکال هم هرات کی شوی وه مګرددغه واده ځانګړنه په دی کی وه چه دولسی جرګی ګڼه استازیودهرات والی اودلته په ګڼه دینی علماووسربیره دایران اسلامی جمهوریت قنسل هم ګډون سره داسی دوددټولنی په ګټه وباله.