هرات کی په ایټالیایی ځواکونوانتحاری بریدوشو
غرب زون کی دساحوی پولیسوقوماندان جنرال اکرام الدین یاوروایی انتحاری حمله دایتالیاګرځنده ځواکونوموټریزه کاروان باندی وه شوه چه دسرزیان یی هغه وایی نه لاره.ددغه بریدمسولیت طالب ویاندقاری محمدیوسف احمدی په ټلفون سره ازادی راډیوته ناڅرګندځای څخه په غاړه واخیسته ویویل بریدیی دعبدالله په نوم یوه ملګری کړه ۷حارجی عسکریی قتل اودوه ټانکونه یی تخریب کړه.خودپولیسوقوماندان دهغه دغه ادعاردکړه مګرتیره شپه یی فراه ولایت کی مرکزکی دطالبانودیوه ناکام بریداودواړوخواوته دمرګ ژوبلی خبرتاییدکړ.همدارازیاورله هرات څخه بادغییس ولایت ته دخوراکی موادوپه دوه موټرودطالبانودبریدحال ورکړچه دسبزک کوتل سیمه کی یی دوه موټره له چلونکوسره برامته بیایی موټرچلونکی ازادمګرموادیی غلاکړی دی ددغی پیښی مسولیت ازادی راډیوته تردغه مهاله چاپه غاړه نده اخیستی.