دبادغیس غورماچ اولسوالی کی دجنګ اولسګونه طالبانواوملکی وګړودمړینی راپورراغلی شرف الدین ستانکزی هرات نه راپورراکوی
.
دبادغیس ولایت غورماچ اولسوالی سیمه ایزه خلک په ټلفون سره ددولتی ځواکونواوطالبانوترمنځ دلسګونه ملکی وګړودمرګ حال ورکوی.
غږــــــــــــــــــــــــ
«.دری کلی بمباری شوه لسګونه ملکی وګړی مړه دی دولت نه هیله لروڅودپیښی دڅیړنی لپاره پلاوی راواستوی»
پیښه دچهارشنبی مازدیګرمنځته راغله اودشپی ۲بجوپوری یی دوام وکړ څرنګوالی می په ټلفون سره دغورماچ اولسوال عبدالله خان نه وپوښت د جګړه یی تاییددپنځلس طالبانواو وه تنه ملکی وګړودمړینی حال ورکړ.«بلی تیره ورځ مازدیګردلنګری له سمی قوه بیرته راستنیده طالبانودخاتون کلی کی بریدپی کړی طیاری مرستی ته راغلی ۱۵طالبان او۷تنه ملکی وګړی مړه شوی دی»
خودبادغیس دولایتی شوراریس قاری دولت خان بیابرخلاف وژل شوی خلک ملکی یادکړه«لومړی معلومات ښیی چه دیرش کسه ښځی ماشومان اونورسیمه ایزوګړی قتل شوه»
پیښه کی دولایتی شورادیوه غړی امرتوکل دکوردړنګ دکورنی دری غړی یی مړه وه سیمی ته دیوه دولتی پلاوی دورتګ هیله وکړه «زمادوه زمن اویولمسی مړدی»دملی اوردودشمال دجبهی قوماندان جنرال مرادلی مراددلس طالبانودمړینی اوڅلورملکی وګړودټپی کیدوخبرتاییدکړی خودطالبانوپه ویاندی قاری محمدیوسف احمدی وایی ددوی یواځی دری ملګری مړه دی پنځه سوله ساتی او۱۱دولتی عسکریی وژلی مګرداادعایی دولتی لوری نه منی.