هرات ددری ښونځیوودانی جوړی شوی
په هرات کی میشت دایټالیاولایتی بیارغونی ټیم اود۲۰۷ضفرقولی اورددملکی څانګی په لګښت دهرات بیلابیلوولسوالیوکی ددری بابه ښونځیوودانی بشپړی اویاهم دبنسټ ډبره کیښول شوه هرات کی دمعارف دریاست ویانداستادکامران تقوی ازادی راډیوته وویل له دغه منځه«روان کال کی مونږتیره ورځ د۱۲ښونځی ودانی دبنسټ ډبره دراباط سنګی ولسوالی خراوک کلی کی کیښوده ددغی ودانی لګښت ۱۲۰زره یوروکیږی څلورجریبه ځمکه کی به دشپږمیاشتووږدوکی په یوه طبقه هرات کی میشت دولایتی بیارغونی ټیم له خواجوړه شی»تقوی دهمدغه ټیم په ۱۱۱زره یورو لګښت شنډنډولسوالی کی هم دیوه ښونځی دودانی دپیل دبنسټ دپری کیښودووویل،همداراز زنده جان ولسوالی کی په دوه پوړه کی دنجونودیوه ښونځی ودانی دبشپړیدووویل چه لګښت یی ۲۷۵زره امریکایی ډالره شوی اودامریکامتحده ایالاتودملکی خدمتونوڅانګی څخه د۲۰۷ضفرقولی اوردوچوکاټ کی اجراه شوی دی.دمعارف دریاست دمامورینوپه وینادهرات مرکز اوولسوالیوکی څه دپاسه ۶سوه زره زده کونکی په زده کړه بوخت دی ددی ترڅنګ چه تیروڅوکلونوکی ډیری ښونځیوته ودانی جوړی شوی مګرلاهم په سلوکی ۴۰ماشومان پرته له ودانی سوځنده ګرمی کی شنه اسمان لاندی دمناسب روزنیزه ځای دکمښت ستونځه لری..