بادغیس ولایت کی ۱۴لوړپوړی مامورین ونیول شوه
دبادغیس والی دلبرجان خبریالانوته وویل چه دهغه ولایت ۱۴تنه لوړپوړی ماموین دجعلی اسنادوپه جوړونه له دندی په ناوړه استفاده اوڅه دپاسه لس ملیونه افغنیوپه اختلاس دلوی څارنوالی پلاوی څیړنوکی متهم پیژندلوسره ونیول شوه.دموضوع دلاښه څرګندولوپه غرض می بادغیس کی دڅانوالی له مشرغوث الدین څخه په ټلفون سره وپوښتل دپیښی په تاییدیی داسی معلومات ورکړه«۱۴تنه لړپوړی مامورین چه په جعل له دندی په ناوړه استفاده او۱۰ملیونه او۶۰۰زره افغانیومتهم پیژندل شوی ۱۲تنه یی دیوی اونی ترڅیړنی وروسته ونیول شوه دوه تنه یی ترتعقیب لاندی دی»دبادغیس دڅارنوالی مشروویل څیړنی یی دافغانستان دلوی څانوال له حکوم سره سم دملی امنیت اونظامی څارنوال په حضورترسره کړی اودبادغیس له پخوانیووالیوڅخه یویی هم پیښه کی ښایی شریک وی په اړوندبه یی هغه وایی مرکزی اداره ممکن اقام وکړی.غوث الدین زیاته کړه متهم کسان ډیری یی داداروریسان اویانورلوړپوړی مامورین دی چه یوه هم پکی میرمن دهبایدزیاته کړم چه اداری فسادنه یواځی بادغیس بلکی دافغانستان ډیری ولایاتواوامرکزکی یوه لویه ستونځه ده چه ددغه حکومت نړیوال اعتبارته یی زیان اړولی سیمه ایزه خلک تل له دولتی چاروکوشکایتونه لری.