«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

مورنۍ ژبه

راځۍ د مورنې ژبې ارزښت، درنښت اول خپله، بیا نورو ته وښیو
«د بیګانۍ شپې مستند»

شرف الدین ستانکزی

بیګا چرته بهر میشتو قلموالو سره د مورنۍ ژبې په یاد میلمه وم چاه څه، او چاڅه ویل!
خو میزبان سخت افغان واکمنو ته خشم اخیستی وو
ویویل :داحمدشابابا کاتب فارسی لیکله له ظاهرشاه تر غنی کورنۍ ژبې پښتو نه وې …
بس ډوډۍ یې راکړې وه مونږ هم سر ورسره اوایلو کې ښوراوه
امان الله خان، یې هم په کرار پرینښود
اوسنی واکمن یې د ابو فلانکی او ابن فلانی شیخانو په نوم یادولو سخت وځپل
په ټوله کې یې اعتراض داوو چه پښتو ته یې نه کار کړی نې کوی
په دحال کې یوه زلمکی غږ کړ چاچاه، سلام
مال دا څوک دۍ؟
کټ، کټ ویې خندل وراره مې ده
مال ته او، چاچا؟
وایی دابیچاره پیښور کې له کابله د راوتلو په مهال یوکال راسره وو بس نو له چاپیریاله په اغیز هههه چاچاه، یې کړم.
داسپیناوی یې لا نوه بشپړ کړی چه یو بل ګرځانده ماشوم کوټې ته راننوت د ښونځی د عمر نه ښکاریده اوښکې یې پاکې کړې له موره په شکایت یې همدغه( پلار )ته په عرض رسولو کړه :ډاډی، غږ وکړ مامی ووهلم ( انګلیسی کې ډاډی پلاره) مامی، ( مور)ته وایی
هسې مې څادر راغونډ کړ وپوهیدم چه له دغې شپنۍ غونډې هم موخه خدمت نه ځان ښودل دی راولاړ شوم په تلو تلو کې مې ورته وویل
(چه شعار او عمل مو یو نوی، قسم دۍ که د مورنۍ ژبې د ورځې په لمانځلو هم پښتانه شوو)
سړی یې دلیل ته شله شو. په مایې د پښتون خلاف شک راغی
په همدې جمله یې له کوره بهر شوم
چه ته یوکال پیښور ته په تلو چاه چاه، او درې کاله امریکا ته په راتګ ډاډی، شوې؟ نو همدا مو اصلیت او مورنۍ ژبې ته وفاداری دۍ
هو! د یوې خبرې سره یې موافق شوم چه مونږ له واکمن تر عادی فرده د پردو دخوشحالۍ لپاره کورنۍ ژبه خو څه! عادی کړه وړه هم ژر بدلوو

اصلاح له ځانه کیږی. پښتو به وایو، پښتو به پالو، پښتو به لیکو
دا دمورنۍ ژبې درنښت او بنسټ دۍ

+ لیکل شوی په  شنبه دوم اسفند ۱۴۰۴ساعت 22:26  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |