له سنګره، تر ممبره
په کابل کې بمبارد د افغانانو په زړه زخم ښایی له زغمه ووت او دسرحد په څوکرښو او پولې هاخوا ګڼه ولسوالیو کې یخن په یخن جګړه روانه ده چه دمرګ ژوبلې ضدونقیص خبرونه یې شته لوی زیان دهغې غاړې پردیو عسکرو ته اوښتی دۍ.
که څه هم دپاکستان رسنۍ یې شمیر محدود ښی ولې عینی کتونکی یې مرګ ژوبله ترسلو بره ګڼی
ډیرۍ ودانۍ وسله والو ولکه کړی دی ځینو وسایطو او بارکونو باندې د اورلبمې بلې دی چه ویدیوګانې یې سوشیل مډیاکې خپرې شوی دی
د افغان چارواکو په پلوی سوشیل مډیا کې داسې اوازې هم خپرې کړی دی چه دجګړې مشری یې مخامخ دفاع وزیر کوی
د سپیناوی لپاره مې د افغانستان دیهرنیو چارو وزارت یوه بااعتباره مامورڅخه په ټلفون وپوښتل ځواب یې محطاتانه وو خو په پوله له سختو جګړو باخبر وو ویویل چه :حکومت یې په کابل دپاک ستان له حملې ناراضه دۍ.
خیبر پښتون خوا کې کابل کې له بمبارد سره همهاله له دوه ورځو رادیخوا جګړه وسیع شوې ده
له تیرا او دیره اسمعیل خان، مرګونو ګذارونو سره جوخت غلام خان کې هم پوله ساتی ځواکونه اوس سره مخامخ ډزې کوی چه دافغان په دغه خاوره
یې قبضــــ ــه کړې وه.
په عینی حال کې د سند، ایالت شکارپور، کې دجعفر ایکسپریس، په اورګاډی هم برید شوی ده مرګ ژوبله لری
پوځیان بریدګر او برید له افغانستان ښیی
یاد هیواد په اسې مهال نظامی تاړاک لاندې ده چه په ډیپلواتیک ډګر کې هم چندان ښه خبرونه نلری
داسې چه دښمن ملک یې(هند) د افغانستان دبهرنیو چارو وزیر په اونیز میلمستیا کینولی دۍ
سوداګری روزنیزاو سیاسی ونډې د پراختیا ژمنې یې تازه کړې او لا کیږی د سفر په مهال افغان وزیر رسمی غونډه کې وویل چه د ج هاد شل کلنه دوره کې یې کله هم دهند خلاف بیان نده ورکړی هغه څه چه په ګاونډی هیواد دتاوتریخوالی درشل کې سیاسی څپړه بللی کیږی
مل انځور د دیوبند روزنیز مذهبی مرکز د تاریخ یو بې مثاله صحنه بللی کیږی چه یو شمله دار رسمی پلاوی نورو پګړیوالو زده کونکو او علماو ته د خوښی احساسات بیانوی.