«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

منکرات

خدای ج مو پرده کړی، مګر (ګوګل) نه
(منکرات)
«اصلاحات له ځانه کیږی»
ښه خبره او توصیه که دښمن یا بدو اشخاصو هم کوله بده یې مه بوله ګناه ده
دا زما اوسنۍ خبره نه ده بلکې له هغه وخته چه انترنت کاروم کلونو راهیسې په کهول او چاپیرچل کې کړې ده کوم یې چه ژوندی ثبوتونه راسره شته
د انټرنټ په کارولو کې دوستانو ته د اړین کارکولو مشورې ورکوم بیاهم وایم چه انټرنټ د خوراه ټولنیزو ګټو ترڅنګ د کور، کهول په ځانګړی ډول دماشومانو لپاره تدریجی مرګ جوړیدی شی.
پخوانۍ خبرې مۍ ځکه وکړې چه ډاریږم د افغان چارواکو وروستۍ پریکړې چه( انترنت منکرات دی) سره دهمغږۍ ټاپه راباندې ونه لګوۍ. نه تکرارروم چه انترنت د وخت اړتیا دۍ خو باید مثبته ګټه ترې واخلو.
ډیر ځله ځینو دوستانو خپل ځان څخه سوفیان جوړ کړی ماته وایی خپل کور داصلاح کړه مونږ مثبته ګټه ترې اخلو
خو اړین نه ده چه دځان نور سپیناوی وکړم خدای شاهد ده چه کورکې د ټلویزیون ننداره مې کورنۍ سره ګده نشته. کنه یو څوک دوستان مې چه کورته راځی دخدای پخاطر زما خبره دروغ ثابته کړی ود وایی چه میلمستون یا دکور کوټه کې دما تلویزیون ولیده.
په هرصورت! زه همداسې خلکو ته وایم چه ستاسو کور خو پیرخانه ده؛ چه نیت مثبت کاروۍ.
له شک پرته چه خدای ج پرده پوښ دۍ؛ مګر ګوګل مو هرڅه رسواکوۍ… داسې، چه مل انځور ته په کتو ګوګل سږکال خپله ۲۷ کلنۍ لمانځ غونډه کې د ټولې نړۍ په کچه افغانستان یواځېنی مملکت وباله چه خلکو یې د نورې نړۍ دولس خلاف چه (علمی زده کړې څیړنې کړی دی) افغانستان کې یې کارونکو موسیقی، فلمونه او ناکاره صحنې کتلی دی.
نو ترکوم ځایه چه دافغانستان خبره شوه! کتګورۍ کې یې زه، تاسو او نور وګړی هم شامل دۍ.
بیا وایم چه که مسولین یې منکرات بولی سیاست کې نه، خو دغه ټولنیز اصلاحاتو کې یې که مرسته نکړۍ مخالفت یې ښه نه ده بس یوه مشوره وه نه نصیحت

+ لیکل شوی په  جمعه یازدهم مهر ۱۴۰۴ساعت 0:0  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |