«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

بیغیرته غیرت

په بیغیرتی کې (غیرت)
شرف الدین ستانکزی
مل انځور پیغلې عاقلې ته منسوب دۍ څوک چه تیره ورځ خوست ولایت کې د ورونو په لاس ووژل شوه ناتاید شوی نقل یې داسې وو دکوژدنې په څه موده تیریدو په یوه ناموسی قضیه کې یې تیرکال د عاقلې ورونه حکومت د پلټنو په بنیاد ونیول پایله کې یې تر ازادۍ وروسته دغو پلاستیکې زمریانو خپله غوسه په معسومه خور د مرګونی ګذار په وسیله سړه کړه
عینی شاهدان وایی :قربانی په ټپی حال ډاکټر ته ورسیده خو د زخم د ژوروالی له کبله یې ډاکټر رغونه کې پاته راغی ساه یې حق ته وسپارله
غیرتی ورونه یې دوجدان له شرم او نظام له وهمه اوس اوس له سیمې تښتیدلی دی
د قتل نقل او دلایل د عاقلې په وژنه بی ثبوته پاته دی مګر داروښانه ده چه عاقله د ارادې خلاف د ورونو په خوښه یو تن ته کوژدنې شوې وه چه بیا په مرموز ډول مړ وو
خو داچه عاقله یې ولې په بدل کې قربانی شوه؟ داد بشپړ جزیات یې نشته خو ظاهرً د پښتنو دناوړه دودونو او غیرت په عنوان د بیغیرتۍ له زرګونو بیلګو یوه یې ده؛ چه له لرغونو زمانو دا قبیله د کور په کور په بیغیرته جګړه اونسلی دښمنیو اړولې دۍ
ځکه له حکومته او سیمه یزه علماو اکثر خلک اوس دداسې بیغیرته رواج په شریعت بدلولو ته تمایل دی

https://www.facebook.com/share/p/1Q4trH3Dv9/?mibextid=wwXIfr

+ لیکل شوی په  شنبه پنجم مهر ۱۴۰۴ساعت 22:32  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |