اکتور ۱۱ قومی عدالت ته تیارۍ
داکتوبر ۱۱ ته قدم په قدم
په ځای وخت سهار شو لمونځ ته پاڅیدم داکتوبر ۱۱ قومی عدالت ته په هیلو او دعامې ختم کړ رب ج د مستجاب کړی.
خبر مې داکوله چه کرۍ شپه مې سترګې پټې نکړې خیبر ته دمشر منظور پښتون سفر او په ژوندۍ بڼه وینا ته غوږ، غوږ وم د سیمې نازک حالت ته په کتو یې امنیت اندیښمن، خو د زرګونه پښتنو مشرانو اطاعت او ملاتړ ته یې هیله من شوم
ښاغلی لکه دهرکله په څیر په هیلو پښتنو ته دبیدارۍ نارې وهلې ستونی یې هرې نارې سره وچیده په داسې حال کې چه دغه بې تاجه بادشاه ته دخطابې په خړ میز اوبه هم لانه بریښیدې دخپلې خاورې خپل اختیار، لرو، بر یو افغان په ننګ یې ولسونه پارول.
د یوالی شعار یې ورکاوه ویل یې په ۱۱ داکتوبر به د ټولو ګوندونو قومونو او علماو خبرو ته غوږ ږدۍ
په دمعنی چه پی ټی ایم به خپله هیڅ ادیالوژی په پښتنو نه تحمیلوی.
د منظور هره خبره طلایی ارزښت لاره داسې چه داسلام دیموکراسی او نړیوالو قوانینو سره سمه وه.
پښتانه دداسې شمله ورو مشرانو په شتون کې نیکبخته وګړی دی چه پرته دپردو له مرستې د ټولنې له بتن را ټکیدلی دی
مګر داچه دنړۍ مستکبر رژیمونه د تورلینګی په درغلۍ کې ددغه مدنی قوم خلاف دی دابه مو دنصیب خواری وګڼو خدایه ته مو چارې سمبال کړه