کومک
ــــــــ فام ـــــــــــــ
د بهرمیشو کومک؟ که تلک؟.
(په توبو مې د توبه وی)
لیکونکی: شرف الدین ستانکزی
بنګش، صاحب چه مستعار نوم یۍ لمر، وو خدای ج د ستونځه ورته حل کړی اوس دط زندان کې دۍ
داچه ښه یابد یې کړی دی! نه په غږیږم،
ځکه نغواړم چه په تش قضاوت یې نور لانجه زیاته کړم
خو تر نیولو وروسته یې قانع اکا، سره د دوستانه خبرو چه له ټلفون څخه یې استخباراتو د جرمی ثبوت په مانا سوشیل مدیا ته لیږلی دی غټ درس راکړ!
چه نور به افغانستان کې هیڅ دوست سره په ټلفون کې غیر مسولانه خبرې ونکړم دمایې څه چه روزه که بوزه ده؟ لور یې ښونځی ته ځی کنه؟… د مثال په توګه، سل نورې مشابهه غورې اترې
که چاه پیسې غوښتې! په د دعا به ټلفون ورسره بند کړم چه روزی رسان خالق ج دۍ
ښایی، ددوست به څه موده بد رانه وشی! خو وروسته به یې سر خلاص شی، چه دا بڼه پیسې لیږل کومک نه، تلک دۍ
په دمانا: چه هم دلته ماته او هم ده، (غوښتونکی) ته جرمی دوسیه پرانیستلی شی
داچه ټولې ټلفونی اړیکې، سوشیل مډیا متنونه…څارل کیږی ځکه نو د لمر، نقل ته په کتو. د جانبینو ژوند ته ګواښ جوړیدلی شی.
که له ځانه یو مستند ثبوت پیش کړم، کال وړاندې مې یو همداسې دوست په ټلفونی اړیکه څو ورځی بندی او ۲۰ زره افغانۍ جرم وګاله
په هرصورت … د لمر، او قانع اکا، پیښه چه تازه ده مجلس کې کومه غټه خبر خپله زه نه اورم!
تش دلمر، داجتماعی ژوند دورځنیو ستونځو، تعلیم، او ځوانانو دوزګارتیا، او اقتصادی ځوړ یاندې په لنډو جملو بحث شوی دۍ
چه قانع اکاه ممکن دزړه سواندۍ تسلا ورکوی.
لمر( بنګش) هم متقابلو خبرو کې د ښه نیت مننه اظهاروی.
خو کوم کیس چه اوس ورته جوړ شوی دۍ، بنګش، له بهره
د نظام خلاف دپیسو په اخیستو متهم شوی دۍ
قانع اکا هم مظنون دۍ چه دهفه ( لمر) له ناچارۍ په استفاده یې ناقانونه لمسولی دۍ.
په داسې حال کې چه قانع اکا، عادی لیکوال دۍ دمعلوماتو په بنیاد هیڅ هیواد کې کوم ارګان یا نظام سره رسمی دنده نلری.
لومړۍ خو یې ټلفونی اړیکه کۍ داسې د پیسو د ورکړې هیڅ ثبوت نشته،
خو فرض کړه که کوم مقدار پیسې یې هم ورکړی وی، شخصی روپۍ یۍ دی بد یې نه شو ګڼلی
ښایی یشردوستانه حس یۍ وی.
د پیسو دا ډول لیږد وطن ته معمول دۍ چه کیدی شی ماهم دا سهوه کړی وی خو ډیره نه
نور مې د په توبو توبه وی
خو اینده کې زما په شمول هر بهرمیشتی باید محتاط ووسی
نه دځان بلکې د هغه دوست امنیت ته چه ناقانونه پیسې ورلیږی!
څو دلمر بنګش، په برخلیک اخته نشی.
د اورپا، د مهاجرت په قوانینو نه پوهیږم، خو امریکا د مهاجرو د پیسو راکړه ورکړه نظام په جدیت څارلو سره محاسبه کوی.
لمړی: دکورنۍ له هغو غړو چه کیس کې یې نومونه درج دی، پرته هیچاته دپیسو دلیږد اجازه نلری
دوهم : داچه دلته اکثر میشت بهرنیان د سوشیل کومکونو ته ناست دی،
بهر کې خپلې کورنۍ ته دمیاشتې له ۱۰۰$ زیاتې پیسې لیږل هم دوی ته سرخوږۍ جوړوی.
نو که زمامنۍ، داچه په دغه ملک کې ستاسو پیسۍ په یو دالریز نه، بلکې په سنټونو تر څار لاندې وطن ته په لیږد کې باید په خپل ځان رحم وکړی شی
ریښتیا هم افغانستان کې زمونږ زیات دوستان اړمن دی
مګر که خپلې ورځنۍ ستونځې په غرونو، بحرونو اوږده منزلونه تقیر، توهین خاطر ته راوړو مونږ هم چندان ارام نیو
نه مو هم چرګې د سرو زرو هګۍ اچوی
نور مو خوښه! خو په ځان ، د پښتو دامتل عملی کوم او کړی مې ده چه
« اول ځان بیا جهان»