«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

Seasonal rains, problems for people and government measures

له موسمی اورښتونو او اقلیم بدلون څخه راپیښو زیانونو دبیا رغونې او شته تهدید مخنیوی ته د نظام ټول اړونده ادارې دتیارسۍ په حال کې دی

داخبرې افغانستان کې د بیلابیلو حکومتی ارګانونو مربوطه مسولینو (ور)ته وکړې ویویل دفاع، کلیو بیارغونې دپراختیا فوایدعامې وزارتونو او طبیعی حوادثو په وړاندې دچمتووالې ادارې په ځانګړی توګه په بیړنی ډول په دنده ګمارل شوی دی.

افغانستان د نړۍ یو له هغو لس هیوادونو څخه پیژدل شوی دی چه د اقلیم دبدلون له کبله سخت زیان سره مخ دۍ د یوې میاشتو بهیر کې دلسګونه وګړو د مرګ زرګونه جریبه ځمکې او کورونو دتخریب تاید شوی دۍ.

په لړ کې تر نورو زیات کروندګر اغیزمن شوی دی دمیدان وردګ نرخ ولسوالۍ مشران وایی په یادښت یې لومړی ځل دۍ چه دمڼو دګل په مهال دا ډول یخنی او د واورو اورښت تجربه کوی. خو دیادښت وړ ده چه دغه لوی طبیعی افت ته خلک لاس تر زنې نه دی ناست بلکې په ټول توان یې مقابله کوی بڼوال او دکرهنې یو داکتر هدایت الله عمرخیل یې د زرګونه نورو یو مثال دۍ چه په نیمه شپه یې د یخ د مخنیوی اورونه بڼ کې تازه ویدیو یې ټولنیزه رسنیو ته استولې ده .

دموسمی اورښتونو په وجه له میدان وردګو راغلی شکایتونه د محلی لارو او پلچکونو په تخریب سره بیره دکابل کندهاز په لاره سره پله، ته داوبو دتمبه کیدو راپورونه هم ورکړل شوی دی

خلک وایی د حکومت چټکې بامرنې نه کولو په صورت کې به تخریب دلودیځ او سهیل لودیځ د ټولو ولایاتو او سیمه ایز ترانیزیت لاره به ډب کړی.

د ریاست ویاند ذبیح الله مجاهد سره مې دغه ملی ستونځه شریکه کړه ویویل دفواید عامې، وزارت ته به یې دحل په منظور هدایت وشی

دکلیو بیارغونې او پراختیا وزارت رسنیز دفتر هم د محلی لارو او پلچکونو د رغونې په پلان سربیره وویل همدااوس یې د حوادثو دمخنیوی اداره په دنده بوخته ده

او دملی دفاع وزارت رسنیز دفتر هم وویل چه میدان وردګو کې یې د سره پله، ته دشته ګواښ دمخنیوی لپاره مربوطه کنډک ته هدایت کړی دی چه ددوی په قول ستونځه به پیښه نشی. خو په عملی توګه لا سیمه ایز وګړی د حکومت او نړیواله ټولنې د بشری مرستو خبره نه منی.

+ لیکل شوی په  جمعه چهاردهم اردیبهشت ۱۴۰۳ساعت 6:10  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |