«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

تر خپلو پردی، تر پردو افریدی ښه دی

هوښیاران وایی: له خپلو پردی، له پردو افریدی، ښه دی.
که په بل عبارت یې ووایم دخپلوانو خپلوی ښه ده نه دادو معامله.
—————-——_______~~~~~~~~~~~~~
زما اوبه خو له ورخه اوښتی
تاسو احتیاط کوۍ.
————————————————————
که دپخوانیو خبرو ته غوږ یا د زړو کتابونو پاڼې وسپړو سلګونه داسې نصیحتونه او عبارتونه به ووینې چه نږدې خپلوانو سره مو د خوږې دوستۍ په صورت کې ورځنیو چارو کې له راکړې ورکړې منعه کوی
ځکه اقتصادی معاملې مستقیم په خپلوۍ اغیز اچوی.
نقل رانه وږد شو، ما په کم وخت کې همداسې اشتباهاتو باندې له دزړه وینې ته رالند د وجود غړی له لاسه ورکړل😡 په لامل یې که هرڅومره فکر وکړم! پایله کې یې بیا هم ځان ملامت ګڼم ځکه چه د هوښیارانو نصایح مې نادیده ګڼلی وو
تر ځانه مې زیاته په نورو باور باندې تکیه کړې وه.
داسې چه په ۲۰۲۱ کال مې دکابل سقوط سره دوه وارې دعوامو په اسطلاح جک ووهل ( وایی: اسونو ته یې نال وهل چنګښو هم پشې جګې کړې ) ههه
لومړی داچه بې دلیله مې بهرته دتلو ناقص تصمیم ونیوه
دوهم، داچه کوډله مې بې برخلیکه پریښوده. نقل یې لوی دۍ د ۱۸ میاشتو دوران کې ۹ ځله مشهود تخریب، سوځیدل یا ولوټل شو
معنی هرو دوه میاشتو کې له ناڅرګند ادرسه داسې پیښه مخ ته راغله چه لانجه بې حکومت ته رسیده.
چاړه مې لا هله هډوکو کې حس کړه چه عاملین یې خپل نیت کې مقدس او زه عوامو کې له وطنه فراری حتی کاپر وبلل شوم.
ځکه نو دکفر ناوړه ټاپې د مینځلو په موخه تیرکال وطن ستون شوم، له زر ځله بزن بکن، وروسته مې دکور ولکه یوه نسبتا پردی شخص دینی عالم ته ورکړ
نه یواځې اوس مې له بوږنونکو اوازو نه غوږونه ارام دی، بلکې دادشپږ میاشتو بهیر کې هرو دوه میاشتو کې یې په شخصی د لسګونه زرو افغانیو په لګښت د بیارغونې حال او انځورونه رالیږی.
ښو ته به ښه ووایو

نو هدف دا چه که غواړۍ زړو دوستانو سره مو خوږه دوستی دوام وکړی له ورځنیو اقتصادی معاملو یې ډډه وکړۍ.
————————
بس زما یوه خبر وه
————————
نور خوهسې هم زما اوبه له ورخه اوښتی
زیان کې یم.

+ لیکل شوی په  پنجشنبه ششم اردیبهشت ۱۴۰۳ساعت 0:48  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |