نرخ صدمرده کتابتون
د کتاب درڼا شغلې په غرونو کې رابنده صدمردې دره کې دخلکو په سترګو رڼا شنډو خندا خپره کړه.
صدمرده دميدان وردګ نرخ ولوسوالۍ يوه لرې غرنۍ دره ده چه تيرو ۴۶ کلونو کې يې خلک هميش دمرستندويه موسيسو له خدماتو نهيواځې محرومه وه بلکې دجنګ جګړو يو له مهمو مراکزو ياديده چه استوګنو يې له مرمۍ وسلې او مرګ ژوبلې پرته نور ډير لږ د ژوند اومدنيت خوند اخيستی وو
ځکه نو د کلی دعامه کتابتون پرانست دخلکو لپاره د جهل په وړاندې دتعليم درڼا لومړی څرک وګڼل شو
دکتابتون يوه رضاکاره غړی محمد حامد واحدی، ددغه راپور په ورکړه دوتسپ په ليکه (ور)ته وويل که څه هم د کتابتون دپرانست مناسبتی غونډېپه مهال ورځ سړه، واورينه وه مګر مينه والو يې تود هرکلی ته ليکې جوړې کړې وې.
کتابتون دموسی شهيد ښونځی کې د ۲ زره ټوکه کتابونو په شتو کې پرانستل شو
په لړ کې يې المارۍ ميز او چوکۍ هم دلوستونکو د لاښه سهولت په منظور چمتو شوې
دکلی کتابتون دهيواد په کچه خپله بڼه کې اومړۍ علمی خوځښت ګڼلي شوو چه له د نږدې لس کلونو راهيسې درضاکاره زلمو په زيار وړياخدمات کليوالی سيمو کې لوستونکو ته دکتاب اسانتيا چمتو کوی.
که څه هم عوام يې هر کلی کوی مګر ځينې وخت يې لړ کې خنډونه هم رامخ ته شی چه دصدمردې کتابتون يې يو له هغو بيلګه يادوو.
په دسربيره چه دولايت دمقام يې دپرانست اجازه کړې وه وه خو په ناڅرګند دليل ۴ مياشتې سيمه کې دکتاب دويش لار کې خنډونه واقعوو
چه مسولين يې موضوع نه خبری کوی خو دګڼه موانعو په له منځه وړلو دکتابتون پرانست دجهل په وړاندې دکتاب په ويش د رڼا بري بولی