«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

يوکرين جنګ ته افغان سرتيری

واکمن يې بايد لوبه بابيزه ونه ګڼی، يوګراين هسې پلمه ده
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی.
په داوروستيو کې دروسانو له لوری دافغان بې وسلو سرتيرو دبيا انسجام او يو کراين کې دجګړې د سوق ادارې خبرونه خپاره شوه چه کره منابعو نه وه تايد کړی
خو اوس دامريکا داستخباراتو يوې پخوانۍ مامورې ریبیکا کوفلر، ځينې معتبره رسنيو ته دا خبرونه تايد کړی دی وايي دايران په نوښت داهڅه روانه ده ټول هغه افسران چه دکابل له سقوطه وروسته دنړۍ بيلابيلو برخو کې بې سرنوشته ګرځي بلل شوی دی
داميرمن وايي د روسانو له خوا دا ډول خلکو ته د لوړو معاشونو کورنيو ته يې دکور او ژوند د عالی تسهيلاتو ژمنې کيږی.
دافغانستان د پرزول شوی اردو يوه لوړ پوړی جنرال هم د داډول بلنو د توازې پخلی کړی دۍ

(ايا ريښتيا دا افسرانو ته يو کراين کې ضرورت دۍ؟)
تر اوسه چه ماڅومره نظامی کارپوهانو سره خبرې کړېدی په نه، يې ځواب راکړی دۍ

(نوڅه په کوی؟)
دوی عقيده لری چه دغه افسران د ايران په دسيسه ديوکرين، په نوم منسجم کيږی خو په اينده کې دافغانستان نيابتی جګړه کې استفادې لپاره چمتوکيدل يې موخه ده
لکه څنګه يې چه کلونه وړاندې دهزاره قبيلې فاطميون د سورې په نوم جوړ خو دجمهوريت په مهال يې ښکاره دافغانستان بيلابيلو ولاياتو مينجمله باميان، مزار او کابل کې دخپل مذهبی نفوذ ګټه ترې اخيستله
خو دط البانو راتګ سره دغه پروژه ختمه شوه. ځکه يې نو ديوکراين په نوم تازه بيا د افغان نظاميانو دانسجام لوبه دروسيه په مالی لګښت پيل کړه
کارپوهان وايي :دافغانستان موجوده واکمن بايد مضوع بابيزه ونه ګڼی په هره ممکنه وسيله چه کيدي شي مخه يې ډب او دخپل هيواد دغه کدرونه ور وبلی ځکه دايران او مسکو د تازه پروژې په تکميل يې پايلې خطر ناکه کيدی شی

+ لیکل شوی په  یکشنبه هشتم آبان ۱۴۰۱ساعت 8:22  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |