کاج روزنيز مرکز او دعلم تلوسه
دمرګ په درشل کې هم دتعليم خيال ساتی
ديوه ډاکټر مستنده وينا
ليکونکي: شرف الدين ستانکزی.
روغتون ته دامبولانس له رسيدو سره سم د روغتون دکارکونکو اله ګوله جوړه شوه ځينو نرسانو يې دژوند ژغورلو په نيت مصنوعی تنفس ورکاوه ځينو يې سترګې کشکاږلې او ځينو ډاکټرانو يې بيا د رګونو په کيکاږلو د وينې جريان معلومولو
دا د کابل برچی کاج په روزنيزه مرکز دتيرې ورځې بمی بريد د يوې پيغلې دزخم داستان دۍ چه دبيړنی وضعيت له کبله يې په مړزواندی حال روغتون ته وړې وه
دشفاخانې يو جراح داکتر فرهمند، چه دپيښې عيني شاهد دۍ وايي: له ابتدايي روغتيايي مرستو سره د مريضې ساه وچليدله ډاکټريې د صحت وپوښتل زخمي پيغلې په تعجب خو تلولی بڼه وکتل ږلی ږلۍ اوښکې يې په مخ راماتې شوې... لاسی بکسه يې مړوند کې تينګه، ورسره جوخت يې په ريږديدلي غږ دکانکور دکارت پوښتنه وکړه. د موجوديت په ډاډ يې بيرته سترګې پټې دکما په خوب ويده شوه.
په کوم پيښه کې چه دا پيغله زخمي شوه دکاج روزنيز مرکز نوميده دکانکور دازموينې په طمعه ګڼه نجونې او هلکان په کې راټول شوی وو
منځ کې يې چاودنه وشوه چه د ۲ هلکانو په شمول ۳۲ نجونې شهيدانې لسګونه نور ټپيان شوه.
داستان دعلم دښمنانو ته دا پيغام ورکوي چه افغان نجونې تر وروستۍ سلګۍ دزده کړې خيال ساتی.
افغانستان کې دامهال له شپږم پورته دنجونو ښونځی بند دی د امر بلمعروف وزير خو لا په ټوله کې علم مباح عمل ګڼی
ځکه نو په رسمي ډول ښځې محرومې ترې ساتل کيږی.