د ابراهيم اورته د نمرود مايوسی دشيطان چل او دربﷻ مدد
«يا نارُ كُوني بَرْداً؛
(أی اوره! سوړ شه)
قيصه قراني
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی
آسمانونو، کې ملايکو خدایﷻ ته د دعا لاسونه لپه کړی وو 🙏 په ځمکه داور شغله دمره اوچته وه چه په سر يې هيڅ مرغه پر نه شوی وهلی، زوی ته دنصيحت د اذر، وروستۍ هڅه هم ناکامه شوه! څو نمرود ته دتعظيم سر ټيټ کړی
ځکه يې نو دناهيلی سخت څپيړه باندې له مبارکه مخ واړاوه. نمرود، ته چل نه ورته چه څنګه عمليه اجرا کړی؟ ځکه له ډيره لرې د اور تاو ته زيروح موجود طاقت نه لاره. دمره په قوت د اور ګرمولو موخه دا وه، چه نمرود، خپل ځواک د نورو دعبرت لپاره نړيوالو ته وښيي
ديادښت وړ ده چه د دنيا له ډيرو سيمو زيات وخت دسون دموادو په جمعه کولو لګيدلی وو.
يو خوا د دنيا ټول مخلوق د خالقﷻ د دغه لوی ازمون ترحم دعاکولې بل طرف نمرود، دخپل اقتدار په غرور هسکه ماڼۍ باندې ولاړ په خپل لاس بل شوی اور د غضب نندارې ته حيران او ټوله کې يې ذهن دعمليه په اجراګيچ وو.
چه په د مهال شيطان دنمرود، مايوسۍ ته په کتو ميدان ته راغی مچنوغزې يا بل روايت کې ځانګو ته ورته يو ټال کې يې د ابراهيم ع د ور ارتيږلو چل ورزده کړه.
جبريل ع وهم کې وو، يوځل به يې له خدایﷻ د رحم بل ځل به يې ابراهيم ته دمرستې وړانديز کاوه...مګر خدایﷻ به دساکت پاته کيدو هدايت ورکاوه
ابراهيم ع سلام به په ظاهری بڼه سخت ساعت کې په ورين تندی مرسته نه ترې منله... يواځې داجمله به يې وويله چه مددګار مې شته.
دتناب له وارولو سره دربﷻ ټول مخلوق غير ارادی چيغه، نمرود، شيطان او پلويانو يې دخوښۍ نارې وهلې.
خو ابراهيم، ع سلام اورته په کتو له رب العزت ته ددوزخ له اور دنجات دعا زم زمه کوله
دسترګو رپ سره ابراهيم داور مينځ کې ولويده. خو دخلکو د ديد او فکر خلاف په لحظه کې وضعيت بدل شو
پرته له د چه جبرايل ته هدايت وکړی، مهربان خدایﷻ مستقيم په اور اواز وکړ («يا نارُ كُوني بَرْداً؛ ژباړه: (اوره! په ابراهيم سوړ شه)
اور سوړ شو! داسې سوړ چه دابراهيم ع سلام ساړه وشوه.
له هغه وروسته ابراهيم ع سلام، د زړونو محبوب او د خدایﷻ دخليل لقب خپل کړ.
نوټ :قيصه قرانی، دۍ نقل يې اوږد او نمرود په خپلو سترګو وليدل چه داور بستر ابراهيم ع سلام ته دګلونو په تخت تبديل او يو خوش صورته شخص سره دمجلس په حال کې دۍ.
(الله اکبر) په هر مهال کې د مرستې توقع يواځې له اللهﷻ بايد وکړو او دثواب په نيت پوست هم درسره شريک کړۍ