زهيرزما اتل
په ټوله معنی زهير
"راځی خپل اتلان په ژوندينې وستايو"
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی
که مو ټولنه کې پام شوی وی! يا پام ورته وکړی، اکثره وروستی ډيری نومونه( تخلصونه) داصلی معنی برعکس وی. دبيلګې په توګه نوم به يې قرار ايښی وی خو چيغو بې دينا ناکراره کړی وی يا به نوم نه پس دمخلص، پسوند لری خو دمنافقت دورنګی او شرارت له کبله به يې کلی تررپوزې راغلی وی .. نو که يوه ګوته بل ته لکوې څلور تاته راماتې شی ځکه اعتراف کوم راپورې ونه خاندی ماسره هم شرف نه نښايي 😂. چه د ټولو بيلګې راوړل وخت ګيره دی
خو دلته مې هدف يو داسې انسان دی چه کټ مټ، تخلص ته ورته خواص لری
زهير زړه خدایﷻ ورکړی ځکه نو په حقيقی معنی زهير راته وبريښيده.
دوست او کليوال مې دۍ خو ډير کم مې ليدلی هيڅ کله يې اصلی صفت ته نه وم متوجه شوې چه لامل يې زما غرور او دده بې وزلی نه، بلکې دعمر بوختيا وه.
سودا مو نه شی
روح الله، درته يادوم سهراب کلا کې د يوه نيکه په وينه شرکت راسره لری
زهير، تخلص کوی. څوک چه همدا اوس د يوې خيره موسيسې په تشکيل کې لويه پکتياکې طبيعت ځپلو خلکو باندې په واقعی بڼه زهير، په ټول توان خدمت کوی.
له شل کلن ځنډ وروسته تير کال يواځې دلارې په سر ورسره تم شوی وم او څو ځله يې په سوشيل مډيا کې دسلام تر کچې اړيکه راسره ساتلې چه دهغه په اند زما له خوا سوړ سلوک ځورولی وو
د زهير زغم نن هله تمام شو، چه زما دمريضی خواخوږۍ ته مې دنورو په پرتله دکمنټ په ځای يواځې لايک ښودل شوی وو
نو داجه زهير، دی له بل څخه هم د زهير عکسل عمل تمعه لری
شکر چه دا سې وشوه دې کې هم دخدایﷻ حکمت وو چه ترګيلو وروسته مو دزنګ په وهلو دکلونو تاويلې ماويلې سره مطرح کړې
يو بل موقانع کړه چه نه زه کبرجن او نه هم زهير عقده من دۍ
يو نيم ساعت وغږيدو. داسې ناخوالو څخه يې راته وويل چه زما زړه يې هم زهير کړ
د ژوند له دمره تنګدستيو يې دمبارزې حال راکړ چه د يوه دوست په صفت يې خپل ضمير ته خجالت کړم چه دپيسو او اقتدار په شتون کې ولې د يوه دوست مرسته مې نه ده کړې
د بيلګې په توګه له ښونځی تر پوهنتونه يې په ډيره بې وزلۍ مسير طی کړی وو.
دخوښۍ( واده) مراسمو کې يې دتور زړو له خوا دغاړې دګلانو شکول دميلمنو ريټل ...د پوهنتون په مهال دميدان ښار نرخه ترخوسته دکرايه نشتون دمور خويندو دبې وزلۍ ژړا او په تش جب له کوره پلی رخصتول او ورته نور تکليفونه...ترافيکی حادثه چه لايې هم دپښو هډوکی مات دی
خو زهير په پياوړی زړه له داټولو سره، سره همت غښتلی ساتلی نه دچاه داوږو بار اونه هم ناهيلی شوی دی. په خپل استعداد يې دسپين ږيری پلار بوډۍ مور کمکيو خويندو مالی کومک کړی
پرته له واسطې او سيلې يې دندې موندلی چه دبهر ترسفرونو يې کاری تجربې ترلاسه کړی دی او اوس هم ملک ته په خدمت بوخت دۍ
زهير، څخه مې ډير څه زده کړه هره خبره يې په ياداشت ارزی خو درې خبرې يې تر نورو غوره وې او ارزښتناکه وې
الف: خدمت کوم، خو سياست سره کار نلرم
ب: قلم سره مينه لرم، ټوپک مې ټول عمر لاس کې نه ده اخيسی
ج: د مورو پلار مينه کې مې اولاد له ياده ويستلی
له همدې خبرې سره مې دکهول حال ترې وپوښته ويويل ۲ زمن او يوه لور خدایﷻ ورکړې ده
زهير دګڼه پښتنو دخواصو خلاف دميرمنې ستاينه وکړه ويويل ځکه يې خوښه ده، چه دمورو پلار خيال يې ساتی.
نو مبالغه اميزه به نوی که ووايم چه په يوه بيوزله کړيدلې او دحکومت له مهره لرې سيمه (کورنۍ) کې د روح الله زهير، په څير بااستعداده ځوان لويدل دربﷻ له ورکړې بل څه نشی کيدلی له بدو سترګو دپه آمان او عمر د اوږد وی
زهير زما ددې اونۍ اتل دۍ.
زهير معيوب نه دۍ غښتلی دۍ