«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

ژوند مې د فقير خو مرض دامير دۍ

دخدایﷻ عجيبه برخې دی! ژوند يې دفقير خو امراض دامير، راکړی دی. لکه شکر قلبی حملې سياسی ذهنی اختلالات تازه د جوبايدن، په مرض اخته شوم هههه د( کرنا) ټست مې +شو. هو: يادښت يې ځکه کوم چه داهم پورتنی دشاهانه برخې جز ګرځیدای شی چه ددنيا نږدې سل هيوادونو ته په سفرتللی يم او لا روان يم. نه مې ټکټ او نه مې هم دهوټل پيسې پرې کړی دی او مهمه لا دا چه لکه دعوامو په څير د ويزې کتار کې هم نيم تم شوی
خو دمسافرت نور امکانات او واک مې تر هرچاه اندک او بې واکه وو.
بس نو لکه دخوب ليدل دا ژوند دۍ کله هسې کله داسې. هيله ده چه داخرت سفر مې داسې ګډوډ نه وی، چه برخه دفقير او ځواب د امير کتار کې ورکړم.
خوشحاله يم! چه ټول عمر کې مې بد چاه سره نه دی کړی خوهغو چه بد راسره کړی دی هغوی هم ماسره نه زما مال ته غله وو. نو په غلا يې نه يم خپه په نادوده يم خوابدی يم.
يو خوخپل حق ور بښم نه، بل له خدايهﷻ غواړم چه مرګ مې ترې ړومبی نه کړی. ځکه د دين له ادا کيدنې دمخه مې په مرګ خوښيږی او داخوښی مې په غلو او غدارو نه دی پيرزو
کنه نو اولادونه مې ټول زده کړی دی په منځنۍ کچه ښه ژوند سره سم کړی چه انشاالله پرته له ماهم دژوند چرخه ګرځولی شی.
نو بيا لاس لپه کوم 🙏خدايهﷻ اوږد عمر او روغ صورت راکړې چه دځوانۍ بدمستی په توبه په اسغفار، عبادت ادا کړم آمين.

+ لیکل شوی په  شنبه بیست و نهم مرداد ۱۴۰۱ساعت 22:27  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |