«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

آسونه څنګه اهلی شوه؟

آسونه ولې دورځې لس بجو مهال يوه پښه لوړه څټ ټيټ نيسی اوبه څښلو کې خورس کړی؟
تر ماتې وروسته سرکشی خودکشی دۍ

ليکونکی: شرف الدين ستانکزی
فلکرويکه قيصو په استناد چه آسونه، د ورځې لومړۍ برخه يعنې دلس بجو تر ۱۲ بجو ډير مايوس وی! داسې چه په درې پښو ولاړ، څټ يې خم، يوه پښه يې له ځمکې اوچته نيولی وی.
نقل يې زمامرحوم پلار کړی دۍ ممکن هغه به له بل چا اوريدلی وي
خدایﷻ د وبښی پلار، مې ټول عمر آس، ساتلو ځکه نو په اړونده يې تجربه او مطالعه هم لرله.
د قيصې په دوام يې ويل: د سليمان پاچاه په سلطنت( پيغمبری) کې ټول مخلوقات حکومت ته تابع شوه خو يواځې آسونه سرکشه ګرځيدل.
د ګلو په ترکيب کې به يې په ټوله نړۍ کې چاپې غورځولی نه يواځې داچه په ځمکه دتللو ځواک يې لاره، د قوی وزرونو په شتون کې الوتلی هم شوی.
باچا سليمان، ع د ديوانو په شتون کې دآسونو دمخنيوی په منظور کابينه راوبلله
دآسونو دسرکشی او دنياوالو شکايت په اساس يې دوضعيت دکنترول وپوښتل.
دکابينې اکثريت دآسونو طاقت ته په کتو دحل لارې عجز وښوده.
مګر يوه ديو، د ګوتې په اوچتولو طرحه سليمان باچاته داسې ورکړه
باچا سر د سلامت دآسونو قوت ته هر حيوان، جن اودانسان عاجز دۍ...مګر مايې دضعف نقطه پيژندلې خو ستاسو جناب اجازه اړينه ده.
سلطان سليمان، ع سلام ديو، ته د طرحې اجازه او پلی کولو ډاډ ورکړ.
ديو، دآسونو خاصيت ته په کتو وويل: آسونه دخدایﷻ هغه مخلوق دۍ چه مست او قوی ځواک لری، خو د څښاک طريقه يې خاص او دوجود ټوله کمزورتيا يې ديال( څټ ويښته) دی. مګر نيول يې چل غواړی!
داسې چه ټوله شپه له ښکار چور چپاول وروسته اوبه دنړۍ يواځې يوه چينه کې څښی... نور نهرونه مردارګڼی
دلمر په جګيدو سره له ټولې دنيا هلته ځی اوبه څښی
نو ښه چل دادۍ چه مونږ يې دشپې په مهال چينه په نشي موادو( شرابو) محلول ګډ کړو! آسونه به يې په څښلو نشه شی.
مونږ به کمين کې پټ له يال يا دڅټ له ويښتو به يې ونيسو وزرونه به يې غوڅ تسلمی ته مجبوريږی.
دسليمان، ع سلام طرحه خوښه شوه د چينې دموقعيت يې وپوښتل، دهغه وخت داسيا دزړه مشهور بلخ باستان د نوم په يادښت يې د اوسنی افغانستان دباميان ناور درې کې دچينې نوم يا طبيعی ډنډونه ياد کړل.
دحضرت سليما له آمر سره همداسې وشوه ناور، کې اوبه ديوانو، په شرابو ولړلې
کله چه آسونه دځمکې او هوا له لارې په ناورکې په اوبو خم شوه په څښلو يې نشې حال کې کاواکه شوه
ديوانو يې دڅټ ويښته محکم کړل دحضرت سليمان دتسليمی حکوم يې وروښوده.
دامهال چه دآسونو دضعف له نقطه ديوانو کلکه نيولې وه له درده يې يوه پښه دتسليمۍ په نښه اوچته کړه، وزرونه يې غوڅ او دنړۍ نورو اوبو دڅښل يې جبری شوه
آسونه اهلی کولو ته هم رام شوه چه په منلو يې له هغه زمان تر اوسه آسونه دانسانانو خدمت کې دی خو د کمزورتيل داستان يې لام ذهن کې شته. که مو ليدلی وی! د ورځې لس بجو مهال په يوه پښه د دريدو تمثيل کوی. او اوبو ته دتګ په مهال لاهم ډير محتاط او خرس کولو سره اوبه څښی
دنقل هدف مې دادۍ چه کله مو تسليمۍ ته غاړه کيښوده دبيا بغاوت په نوم مو دجبهو جوړښت خپله تباهی دۍ
نوټ: دمطلب دخوښيدو په صورت کې د شيريکولو اجازه شته. .

+ لیکل شوی په  چهارشنبه بیست و ششم مرداد ۱۴۰۱ساعت 1:24  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |