رمضان بشردوست
دبشردوست په غاړه د🇦🇫 معنا دوطن په هسکو د🇦🇫رپيدل دی
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی.
بيرغ به مې له غاړې په ژوند لرې نشی. دنظام په تغير فقد دمره بدلون راغلي چه له مفشنو هوټلونو، زغروالو موټرو او شير چور ( شيرپور)څخه نکتايي والا بيرون، لونګۍ والا ورننوتل. انلاين پارلمان خجالت اور دۍ. چه له بهره فعاليت کړی. ټول ملت د ط الب پلوی نه دۍ، مګر د تير حکومت واکمن دمره فاسد وو، چه اوس يې په ملاتړ دمقاومت جبهه باندې څوک باورنشی کولی.
د ط البانو واک ته په راتلو هم يو شمير چارواکی چاق شوه خو په صف کې يې ريښتينی قربانيانو ته نه يواځې حق ورنکړل شو بلکې محروم پاته دی
له ملکه په وتلو مرګ ته ترجيع ورکوم، ځکه دامې مسوليت دی.
دا د وتلی سياستوال رمضان بشردوست، د خبرو غټ ټکی وو چه دويچه ويله خبريالې سره يې په اوږده مرکه کې ياد کړل
بشر دوست وويل :کابل کې په پاته کيدو يې عوامو او نظام کې درنښت کې توپير نه ده راغلی، خو ځينې وخت کشر ط البان په غاړه کې دبيرغ په هکله سوال ترې کوی! خو چه موضوع يې دپوستې تر قوماندانه ورسيږی په بښنه يې درنښت وکړی.
بشردوست په زغرده وويل چه :دعمر تر وروستۍ مرحلې به🇦🇫په غاړه رپانده وړی، که په دغه لار کې ووژل شی دا خپله دبری مفهوم افاده کوی.
رمضا د ولسی جرګې غړی وو چه تل يې په سپينه وينا شهرت لاره
له عادت سره سم يې په ط الب واکمنو هم تور پورې کړ چه څو ځله يې په غير رسمی ډول دعوت ورکړی خو نه ورځی.
بشر دوست د خلکو بيوزلی باندې دط البالب واکمنو په بې تفاوتي نيوکه وکړه ويويل :په دسربيره چه ګمرکی او مالياتی عوايد څوچنده لوړ شوی، خو لاهم خپلو عسکرو او مامورينو ته معاش کې ځنډ لری
خو يو څه چه بشر دوست يې ډير ځورولی هغه دملک عصری هوټلونو کې د ط الب قوماندانو ميلمستياوې او شير پور او نورو غصب شويو ودانيو کې د ط البانو ميشتيدنه وه.
چه دده په وينا نيکتايي والا او لغړزنی ترې ووتل او ږيرور لونګی والا يې جای نشين شوه
خو هغه وايي: داکسان دخپل شعار خلاف دافکر هم نه کوی چه دلته يې لمونځ صحت لری که نه!