په يوه خبرياله افغانستان ته دتلو بنديز
دابد لباره يوه بهرنی خبرياله له افغانستانه منعه شوه
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی
لين اودانيل، استراليايي خبرياله دټول عمرلپاره افغانستان ته له تللو منعه شوه
دا مطلب دحکومت وياند ذبيح الله م جاهد په تيويت کې نشر کړ
تورېې پورې کړی چه ياده ميرمن داستخباراتی کارونه کول
(د خبریالانو په نامه د استخباراتو مامورین په خپل هېواد کې نه پریږدو.
استرالیایي خبریاله لېن اودانیل په واقعیت کې غوښتل په افغانستان کې، د نظام پر خلاف پروپاګند وکړي او کوم استخباراتي ماموریت اجرا کړي چې له هېواده شړل شوې او نور به د ابد لپاره افغانستان ته نه راپریښودل کیږي.)
ميرمن دانيل په داوروستيو کې افغانستان ته د بشر دحقونو دنقض دنجونو دښونځيو دنه پرانست او ملکی خلکو دوژنو په اړه ط البانو باندې سخت انتقادی تحقيقی مستند راپورونه خباره کړی وو چه غبرګون کې يې څومياشتې حکومت بندی بيايې خپل راپورونه په ويديو کې تکذيب دط البانو له حکومته بښنه وغوښته
مګر کله چه له زندانه ازاده شوه يوځل بيا درسنيو مخته راغله ويويل ټول اعترافات په زور ترې اخسيتل شوی دی.
هغې په افغانستان کې انسانی وضعيت دناورين تر کچې وباله ويويل راپورونه يې په حقيقت ولاړ دی
د طالبانو مشر تازه پيغام کې په نظامی ځواکونو او حکومتی مشرانو هر ډول بې ثبوته نيوکې جرم ګڼلی وايي عاملين به يې مجازات شی
دط البانو دمشر دغه فرمان عوام خو څه! خپله يوشمير دط البانو پلويان يې ناسم بيان او دبيان دازادۍ خلاف بولی هيله لری چه مشر په خپل ورکړی فرمان بيا غور وکړی.