حينا بری ليک واخيست خو په چيغو
حينا ولې په ژړا بری ليک واخيست؟
ليکونکي: شرف الدين ستانکزی
په نړيواله کچه شانداره مجلس کې دخوښی انګازې وې دهرمحصل دفراغت غږ سره دهغه دخپلوانو د واه واه، بې اختياره غږونه او دمبارکۍ چکچکو تالار ښوراوه
خو دافغان پيغلې حينا تکل، د فراغت سند ورکړې سره دمحفل بڼه تغير شوه، داځکه حينا د بری ليک داخيستو په مهال دنورور ځوانانو دخوی برخلاف د خوشحالۍ داحساساتو دڅرګنديدو په ځای اوښکې توې کړې... په غريو يې وژل ...چه دګڼه کتونکو دحيرانتيالامل شوه
طبيعی ده چه حينا څخه دژړا لامل وپوښتل شو! په ډک ستونی يې فقد دمره وويل : چه دهيواد نجونې مې داګړۍ ذهن ته راغلې... هغه نجونې چه ښونځی په هيله اوښکې تويوی... حينا دلته بيا غريو واخيسته زړه کې يې له مکتبه دمحرومو افغان نجونو ډيرې ناويلې قيصې کوټه وې، مګر ستونی يې ډک شو په سلګيويې ستيج ترک کړ.
دپيغلې حينا تکل، دغه حرکت دهغې کورنۍ هم غمګينه کړه او دنقل په اوريدو دلته لرې زما سترګې هم نمګينه کړې
په دهيله چه وطن کې مو دنجونو په مخ دښونځی ور پرانستل شی ټولې خويندې زده کړې شی
يادښت کوم چه حينا نن دچک جمهوريت يوه معبر پوهنتون کې دنړيوالو اړيکو څانګه کې دفراغت معتبر سند واخيست. مبارکی ورته وايم