ټولټاکنی اوخبریالان په هرات کی دیوه دوه ورځنی غونډی نوم وه چه دایران اوافغانستان ځینی وتلی خبریالان اوهرات کی دګاونډیوهیوادونولکه پاکستان ترکمسنتان قنسلګریودمامورینوپه حضورجوړه شوی وه دیوه اته ماده ایزه پریکړه لیک په خپرولوختمه شوه دپریکړه لیک متن دایران اسلامی جمهوریت دلیکوالانودټولنی مشری میرمن براسادات مفیدی داسی ولوسته«خبریالان بایددټاکنوپه مهال له پوره ازادی اوامنیت نه برخمن دجمهوری ریاست دټاکنوبهیرنه راپورونه ورکړه.دوهم خبریالان بایددټاکنوټولوحوزوته دراپورجوړولولاس رسی ولری.دریم پرته له دخبریالانوله حضورنه دټولټاکنوشفافیت ترسوال لاندی راځی ختی ممکن ندی ځکه نوحکومتونوته ښایی چه دخبریالانولپاره دراپورجوړولواسانتساوی چمتوکړی.دپرکړه لیک ډیروټکیودخبریالانوترمنځ په یووالی ټینګارکاوه ورته تله راتله یی دخبریالانوترمنځ دوخت ضرورت وباله ایرانی ۱۱تنه خبریالانوپه دی اعتراف وکړهغه تصویریی چه دایرانی مطبوعاتوله کتنی اخیستی وه دلته برخلاف دولتی حاکمیت شته خلک سوکاله ژوندلری اودبیارغونی هڅی یی وستایلی دهرات داطلاعاتوکلتورریس نعمت الله سروری ژمنه وکړه چه دورته غونډوپلوی دی اودګاونډیوهیوادونودژورنالستانودیوالی په نیت به یوګډویبسایټ په نشراتوپیل وکړی داچه کله؟راتلونکی به یی ځواب ووایی
+ لیکل شوی په چهارشنبه دوم اردیبهشت ۱۳۸۸ساعت 18:9  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|