«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

عبدالروف خوشې شو

وړانديز او خواخوږی
ليکونکي: شرف الدين ستانکزی
دعبداروف کورنۍ سره دهغه دژغورنې له کبله نيک احساسات او خوشحاليانې شريکوم ډير خوښ يم چه د دغه ګلالی ماشوم په ازادۍ د زبرځواک او د زمانې نمرودی زور مات او ديوسف دازادی بلې نندارې سره خدایﷻ خپل قوت انسانانو ته وښوده. 
تاسوپوهيږی! چه روف جان دوه کاله وړاندې ستاسو يعني دروف دپلار ( ارياب نبی)دشتمنيو ددښمنو او غلو له خوا په د ګنده تمعه تښتول شوی وو چه په بدل کې يې دوه مليونه ډالره ترلاسه کړی 
چه معمولا تاسو نلرل مګر دڅه مقدار ورکړې ته تيار واست. 
خو داچه نن خدایﷻ دهغه په ازادۍ تاسو ته رب ﷻ داخوښی درکړله مه هيروی چه که په ازادۍ يې د يوې مور غيږه ډکه شوه خودبلې مور يې د دنګ ځوان زوی په جلاوالی دماتم په ټغرکيناستله 
وړانذيز درته کوم چه دخپلې شتمنۍ په محاسبه کې د دغه شهيد کورنۍ خپله کورنۍ وګڼه دچاچه مل متن سره تصوير ايښی زه يې نه پيژنم خو ويلکيږی چه ستاد زوی( روف جان) دازادۍ جګړه کې شيد شو. 
هيله کوم او بيا هيله کوم چه ددغه شهيد کورنۍ خپل مال کې لکه بل زوی ميراث کې شامله کړه کنه نو دزکات ټولې پيسو مستحقه د دعمر لپاره همدا کورنۍ ده ښايي داځوانيمرګ زوان به په مور سربيره ميرمن او تر روفه کمکی ماشوان هم ولری دخدایﷻ دغه نعمت هير نکړې 
درنښت 
نوټ: هيله ده دوستان په انسانی خواخوږۍ دامتن شرريک کړی څو دعبدالروف ترشتمنې کورنۍ ورسيږی

+ لیکل شوی په  دوشنبه پنجم اردیبهشت ۱۴۰۱ساعت 5:46  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |