«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

نورز او دکډوالو جشن

افغان کډوالو ته دنوی کال جشن 
ليکونکی: شرف الدین ستانکزی
له ګران هيوادافغانستان څخه په راوتلو ښايي تيرو ۷ مياشتو ک ېي لومړی ځل وګڼو چه په دوديزه خوړو يې خوله خوږه او خوندور محفل يې دڅو شيبو لپاره ذهن ښادمن شو. 
مجلس Catholic Charities ايجنسۍ په نوښت جوړ شوی وو موخه يې افغان کډوالو سره دنوی کال خوښۍ شريکول وو 
ديادې ټولنې ريس Stephen Carattini وو چه دنوروز په مبارکۍ يې دمجلس ګډونوالو ته هرکلی ووايه
ستيفنی چه د ژباړونکی په مرسنه خبرې کوی ډاد ور کړ چه هيواد يې دافغان کډوالو لاس نيوی جاری ساتی 
زيارباسی چه دکډوالۍ ټولې ورځنۍ ستونځې يې حل کړی

په کابل کې دنړيوالې ټولنې له ملاتړه برخمن حکومت تر سقوط وروسته تيرکال اوګست مياشتې له ۱۵ تاريخه نه پس  ګڼه افغانان له وطنه ګډوال شوه چه تر۱۲۵ زره يې امريکا ته يا راغلی ياهم په لاره دی 
چه اکثريت يې داسنادو اداری مشکل سره مخ دی ورجنيا کې دکچريتی يوه محلی دفتر مسول حکمت الله لطيفی د پروګرام ددوام او د روغتيا، ښونې روزنې او بيا ميشت کيدنې ټولو سهولتونو د ترتيب ژمنه وکړه 

ياده د وی چه دمجلس ګڼه افغان کډوال چه  ما سره وغږيدل دپروګرام له کبله راصی وو  نوی  کال ته دسولې په پار ي ېدعاکوله

+ لیکل شوی په  پنجشنبه بیست و ششم اسفند ۱۴۰۰ساعت 19:31  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |