وسله
په وسله دناموس عزت ساتل معمول دۍ، مګر نه داچه په ناموس وسله وساتل شی
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی
يو هغه، شناخته مې په زړه راوګرځيده چه کورکې يې دلږ وسلې دشتون رانه ويلی وو
هغه، ( شناخته) دکابل په يوه ګڼ ميشته سيمه کې اوسيږي
له ځنډ پرته مې زنګ ورته وواهه دروغبړ ترڅنګ سيده دنالاشۍ پوښتنې ته راغلم...دټلفون په ليکه مېې احساس کړ چه اوږد وغځيده ځنګنونو ته يې ټپ ورکړ له کړس، کړس خندا سره يې راغبرګه کړه! تيره شوه ههههههه تيره شوه.
مال : له خندا دښکاری چه مهمات د ژغورلی دی؟
په هو يې ځواب راکړ نور خپله ګډ شوو
تالاشی والا راغلل ټول کور يې لټ په لټ کړ له ستن ختلی تار يې وپلټل بړستن او بالښتونه يې لا بې تالاشۍ پرينښوده ههههههه مګر له مايې څکه ونه شوه.
ماهم دبلايې به لفظ دژوغورنې لامل ترې وپوښته
ويويل: وسله مې دحويلۍ مينځ دګندنې کورد کې پټه کړه ههههه کله چه تالاشی والا راغلل په ورين تندی مې کورته دننوتلو احازه ورکړه مګر په دتوپير چه ددوي په اجازه مې دکور ميرمنې او ماشومان له خونو رابهر دګندنې په همغه کورد کې پنډې کړې چه شيان مې کې خښ کړی وو
ماچه دده درغلې ته وکتل! ورته په خندا مې وويل
(اينه گندگی) ههه دګندنې پټی کې؟ په دجمله مې مجلس ورسره پريښود چه داد کندهاری چاړه بيا څه ته ساتې چه ميرمن د ګندنې په پټی کينوله؟
بيايې هم سر خلاص نه شوو...خپل کار چه په ميرمن يې وسله ساتله ميړانه ورته ښکاريده بحث مو بلې ورځې ته پريښود.
نوټ: نو په وسلو ناموس ساتل کيږی. نه دا چه په ناموس وسله وساتۍ. په داسې وضعيت کې دوسلو په ټولولو ې همکارشۍ