پاسپورت ادارې دپام وړ
دپاسپورت ادارې دپام وړ
ليکونکي: شرف الدين ستانکزی
حکومت ته دمشورې په حد کې نه يم: ځکه مامورين يې دتصميم نيولو وړتيا لری. خو دپاسپورت دويش لړ کې دلابهبود لپاره د پرمختللو هيوادونو يوه تجربه ورسره شريکوم. چه زما په اند دپلی کولو په صورت کې به يې هم متقاضيانو ته چټک خدمات او هم دولت ته عايدات زيات شی.
دبيلګې په توګه لوديځه نړۍ په خاص ډول امريکا کې پاسپورت ته دمراجعې په مهال چه فرم ډکوې دوه افشنه شته چټک، يا ريګولر ي(انارمل) پروسه. په هغه صورت کې چه غوښتونکی پاسپورت ته بيړه ولرې، مثال ددوه ورځو په موده يا ژر اجرا کيږی. خو بدل کې ادارې ته په قانونی بڼه ډيرې پيسې ورکوي.
خوهغه متقاضيان چه نارمل پروسه انتخاب کړي معمولی پيسې ورکوی کاريې هم په ځنډ کيږي.
ګټه يې داده چه نه څوک شکايت او مظاهرې کوی نه دپاسپورت اداره کې ګڼه ګوڼه وی.
په پايله کې ددولت خزانه غنی او دچټک کار په کولو سره مامورينو ته هم اضافه کاري شغل پيدا شی.
داجه افغاتستان کې هم ځينې خلک چټک پاسپورت ته اړتيا لری که داصافی مامورينو په ګمارنه همدا ډول کړنه په کار واچوی بې ګټې به نوی