«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

بړبښکۍ

بړبښکۍ لسګونه انسانان، ووژل
ليکونکی: شرف الدين ستانکزي 
پيښه نن دامريکا کنتاکی  ايالت کې رامنځ ته شوې ده. سيمه يزه رسنۍ دپوليسو له خبرو د۵۰ تنو د مرګ حال ورکوي.  لامل يې دسختې بړبښکۍ ( ګردباد) وقوع يادوي 
ويل کيږی ديوې شخصی کمپنۍ ودانۍ ځپلې شوې ده  چه ۱۱۰ تنه کارګر يې لرل 
دژغورنې ډله سيمه کې کار کوی لايې هم له پيښې دژغورل شويو دقيق شمير نده ويلی   
مګر خبريالانو ته دوژل شويو شمير کې دزيادښت انديښنه ښودل شوې ده 
دواقعې دتازه والی له کبله جزيات ابتدايي دی ممکن دمرګ ژوبلې رقم تغير شی

+ لیکل شوی په  شنبه بیستم آذر ۱۴۰۰ساعت 19:21  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |